د برتانيې د نشه يي توکو ضد ملي اداره وايي، چې دغه الوتکه تېره ورځ له اسلام اباده د برتانيې په هيترو هوايي ډگر کوزه شوه او د پلټنو پر مهال په کې نشه يي توکي نيول شوي دي.
چارواکو د نيول شوو نشه يي توکو اندازه نه ده ښوولې او نه يې تر اوسه په دې اړه څوک نيولي دي.
د جرمونو ضد ملي اداره وايي، د پېښې په اړه پلټنې کوي.
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت وياند مشهود تاجور وايي، چې برتانوي چارواکو له تالاشۍ وروسته د الوتکي عملې ته په ژبه او نه په ليکلې بڼه د نشه يي توکو د نيولو په اړه څه ويلي دي.
برتانوي رسنۍ وایي، پوليسو ته له مخکې خبر رسېدلی و، چې يادې الوتکې کې نشهيي توکي دي، له همدې امله پوليسو هغه ځايونه په نښه کړل، چې نشهيي توکي په کې وو او له هغه وروسته يې د الوتکې له پيلوټ او نورې عملي پوښتنې کړي دي.
دغه الوتکه بايد تېره شپه بېرته پاکستان ته تللې وای، خو د پاکستاني چارواکو په وينا د الوتکې عملې ته پاسپورټونه بېرته نه دي ورکړل شوي او له همدې امله تر اوسه په برتانيې کې ايسار دي.
له دې وړاندې هم په ځينو اروپايي هېوادونو کې د پاکستان پر نړيوال هوايي شرکت «پي ای اې» د نامعياري خدمتونو سربېره د پاکستان د نړيوال دولتي هوايي شرکت پر عملې نيوکې شوي دي او کارونه يې مشکوک ښوول شوي دي.
څه موده وړاندې هم برتانيې کې د ترميم پر مهال له دې الوتکې نشهيي توکي راويستل شوي وو.