لندن کې په یوه ترهګریز برید کې ۳۹تنو ته مرګ ژوبله واوښته

 

د برتانيا په پلازمېنه لندن کي امنيتي سرچينې خبر ورکوي، چي يوشمېر بريدګرو د موټر او چاقو ګانو په واسطه د ترسره کړو بريدونو پرمهال شپږ تنه وژلي او ۳۰ نور يې ټپيان کړي دي.

دا برید د لندن پر وخت د ماخوستن پر ۱۰ بجې شوی دئ. بريدګر درې تنه وو، چي وروسته د پوليسو له خوا په متقابل بريد کي وژل شوي دي او په دې سره د ټولو وژل شوو کسانو شمېره نهو تنه ورسېده.

پولیس دا هم وايي، چي یوه بریدګر د ځانمرګي د واسکټ په څېر یو څه اغوستي و، خو وروسته معلومه شوه، چي دا کار یې د خلکو د تېر ايستلو لپاره کړی و.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټوېټر پیغام په خپرولو سره دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغو حساسو شیبو کې امریکا له برتانیا سره د هر ډول مرستې لپاره تیاره ده.

د روان کال د مارچ میاشت راهیسې دا په برتانیا کي دریم ترهګریز برید دئ.

د مۍ پر ۲۲ په مانچسټر کي پر کنسرټ برید وشو، چي ۲۲ کسان یې ووژل او ۱۱۶ یې ټپیان کړل.