لندن کې په ۲۴ پوړیزه ودانۍ کې د اورلګیدنې د پیښې د مړو شمیره لوړه شوي

د انګلستان په پلازمینه لندن کې په  ۲۴ پوړیزه اسمان څلې ودانۍ کې  د اور لګیدنې له امله  نږدې  ۹۰ تنو ته  مرګ ژوبله واوښته.

د ویلو ده  چې  پیښه  د لندن  په لویدیځ کې  د لاتیمر پر سړک په  ګرینفل ټاور  کې  رامنځته شوه. پيښه د چار شنبې د شپې په یوه بجه  رامنځته شوه. اور لګیدنه  د ۲۴ پوړیزې ودانۍ په دویم  پوړ کې رامنځته شوه چې په ډیر سرعت سره  ټولې ودانۍ ته  خوره شوه.

ځینې  دا اسمان څلې ودانۍ  ۲۴ پوړه  او ځیني نور بیا  ۲۷ پوړیزه  بولي او  ۱۲۰ اپارتمانه  لري.

د لندن د اور وژنې د ډلو د معلوماتو له مخې  ۲۰۰ تنه اور وژونکي  د ۴۰ موټرو سره  د اور د وژلو  دنده  په غاړه درلوده.

د لندن  امبولانس  ادارې ویلي دي چې  په ځايي وخت د شپې په یوه بجه او ۲۹ دقیقو يي د خبر د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته  ۲۰ تنه  روغتیايي پرسونل د امبولانسونو سره  سیمې ته واستول.

د لندن  ښار  پولیسو  مشر  تیره ورځ  په ناوخته ساعتونو کې خبري رسنیو ته وویل چې له بده مرغه  د پیښې د قربانیانو شمیره  سلو تنو ته نږدې شوې ده. هغه وویل چې پدې پيښه کې  ۱۲ تنو  ژوند د لاسه ورکړی  او ۷۴ تنه نور ټپیان  شوي دي. د ټپیانو نه هم  د یو زیات شمیر کسانو روغتیايي حالت  ښه  ندی. د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.

د لندن ښاروال  صادق خان  ددې پیښې نه  د یوې سترې فاجعې په توګه یادونه کړې ده.

د اورلګیدنې د رامنځته کیدو لامل  لا تر اوسه پورې معلوم  ندی چې د څه نه رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  نوموړی اسمان څلی  په ۱۹۷۴ کال کې  جوړ شوی وو. همداشان  یوه څه موده  مخکې  پدې اسمان څلي کې  د مرمت  او بیا کتنې  چارې پيل شوې وې.