لنډې او مفهوم داره خبرې:

۱- انسانیت په ښکلا کې نشته.مثلاً تور پوستي او سپین پوستي بهتر یې هغه دي چې محمدي رویه ولري.

۲- اخلاق په لباس او فیشن کې نشته. مثالً فقیر او خان بهتر یې هغه دي چې اخلاق حسنه ولري.

۳- مېلمه پالنه په منزل کې نشته.مثلاً یو څوک د ځای نشتون څخه وایي حال دا چې مېلمه پالنه ډېره اسانه او د پیغمبر صلی الله علیه وسلام له سنتو څخه دي.

۴- اخلاص پر ځای کې نشته.مثلاً یو څوک جومات کې پیسي لګوي څوک ګاونډې، څوک یتیم او څوک یې فقیر ته؛ خو اخلاص مهم دي نه ځای.

۵- صدقه په متاع کې نشته.مثلاً یو کس د پیسو نه لرلو نه وایې، حال دا چې یوه ښه خبره کول هم یو چاته صدقه کې شمارل کېږي.

۶- ملګرتیا په اړتیا کې نشته.مثلاً یو کس وایې چې اوس مې ورته پلاني ته اړتیا یا ضرورت نشته څه یې کوم.

۷- مسؤولیت په مقام کې نشته. مثلاً یو کس داسي وایې چې هیڅ مقام نه لرم نو مسوؤلیت هم نه لرم. داخبره کاملاً درسته نه دي؛ ځکه د ځان پر وړاندې مسؤول ګڼل کېږي.

ژوند دي باید چې تسلیم نشو ؛ ځکه چې مونږ ټول بې مسؤولته نه یو پیدا شوي، الله ج چې انسان خلق کړ ددې لپاره نه چې يواځي وخوري وڅکې او بس؛ ګنې بیا د حیوان او انسان هغه انسان چې الله ج اشرف المخلوفات نصب ورته ورکړي فرق یې نشته دومره ځان بې مسؤولیته وګڼي.

کاپي…