لنډ مهاله ورکشاپونه او د هغو د تدویر لارې چارې

لیکنه :  عبدالهادي هدایت

ورکشاپونه یا لنډمهاله کورسونه هغه روزنیز پروګرامونه دي چې د یوې ادارې د کارکوونکو د اداري  ستونزو د حل، د هغوۍ د مسلکي کولو او په ورسپارل شوو کارونو کې د لا وړتیا پیدا کولو لپاره په لار اچول کیږي یا په بل عبارت:

ورکشاپ هغه لنډمهاله روزنه ده چې د محدودو کسانو د روزلو په موخه په لاره اچول کيږي.  ورکشاپونه ډیرئ وخت د زده کوونکو د زده کړې د کچې  د لوړوالي ، د روزنیزو محدودیتونو د له مینځه وړلو او یا د یوې ادارې د کارکوونکو د تخصص د لوړوالي  په موخه په لاره اچول  کيږي. د ورکشاپ موخه نورو ته د پوهې او مهارت انتقال او د نورو څخه  د پوهې او تجاربو را نقلول دي. دا لارښود تاسو سره مرسته کوي ترسو یو منظم او ګټور ورکشاپ په لار واچوئ.

هغه څه چې تاسو ورته د ورکشاپ په تدویر کې اړتیا لرئ:

د ورکشاپ د تدویر څخه تر مخه باید له ځان سره کاغذ او قلم ولرئ او لاندې ټکي نوټ او د جدول په قسم ترسیم کړئ!

موضوع

جزیات

وخت او نېټه

مواد

یادښتونه

-2 د کومې موضوع په اړه چې درس ورکوئ تصمیم ونیسئ:

د روزنیز ورکشاپ د جوړېدو په اړه هم همدا موضوع مطرح ده، که چېرې تاسو پوه نشئ چې خلکو ته څه ور زده کوئ معنی دا چې موخه مو رڼه او روښانه نه ده، نو بې له شکه چې طرحه شوی ورکشاپ به ګټور تمام نشي. د خپلو کډونوالو په اړه چې غواړي د ورکشاپ څخه ګټه پورته کړي فکر وکړئ او پدې باید پوه شئ چې ګډونوال باید څه زده کړي؟ آیا هغه ټول موضوعات چې تاسو یې ګډونوالو سره شریکوئ اړین دي؟

د یادو موضوعاتو سربېره، د موخې روڼتیا په ګډونوالو تاثير کوي او په آسانۍ سره کولی شي په ورکشاپ کې د خپل ګډون او نه ګډون په اړه تصمیم ونیسي.

-3 خپل مخاطبین په واضح توګه تعریف کړئ:

تاسو باید پوه شئ چې ورکشاپ کې مو څوک ګډون کوي او د پوهې کچه یې په کومه سطحه کې قرار لري؟ خلک د زده کولو بېلابېلو میتودونو ته اړتیا لري؛ یو تعداد ګډونوال د بحث له لارې، ځېنې یې د گروپي تمرین، ځینې یې د انځوریزو چارټونو او ویډیويي کلیپونوله لارې ښه استفاده کولی شي. د یادولو وړ ده چې یو شمیر کسان په زده کړه کې ډېر ضعیف وي ترجیح ورکوي په ویناوو کې ګډون وکړي، همدارنګه ځېنې زده کوونکي بیا د ترکیبي میتود له لارې ډېر څه لاسته راوړلی شي، نو باید د ورکشاپ د پیل  څخه د مخه زده کوونکو سره د درسي میتودونو په ټاکلو بحث وشي.

هېره دې نه وي چې د ورکشاپ د پیل کېدو څخه وړاندې اجنډا د ګډونوالو سره شریکه او د اجنډا له مخې وړاندې لاړ شئ. د ورکشاپ په جریان کې ګډونوالو ته یو بل سره د پېژندنې فرصت مهمه نقطه ده، په یاد ولرئ چې ځینې کسان ډیرې مرستې ته اړتیا لري.

4           – هره برخه د یو لازم درسي مېتود سره وړاندې کړئ:

بېلابېل درسي میتودونه شتون لري، ورکشاپ ورکونکی کولی شي چې د ورکشاپ د ګډونوالو په خوښه ځېنې میتودونه و ټاکي، کوښښ ونه شي چې استاد یا پریزنټر په خپله خوښه په ګډونوالو درسي میتود خوښ کړي د ځېنو درسي میتودونو څخه په لاندې توګه یادونه کولی شو:

د چارتونو او پریزینټیشن په شکل مېتود: دا مېتو ډیر ساده او اسان دي پریزنټر کولی شي چې زده کوونکو ته په تصویري او لیکلي بڼه زده کړه ورکړي پدې مېتود کې لیک او متن د یو کس له لوري یا د استاد له لوري لوستل کیږي او ګډونوال ورته غوږ ږدي.

عمومي بحث: دا مېتود د آسانو میتودونو د ډلې څخه دی؛ پدې مېتود کې موضوع مطرح کېږي او ټول غړي د موضوع په اړه بحث کوي. د دې مېتود په واسطه ګډونوال زر پایلې ته رسېدلی شي.

ټیمي یا ګروپي کار: د دې مېتود په واسطه ځینو سختو موضوعاتو کې چې احتمال لري خلک په يواځې ونشي کړای قانع کوونکي ځوابونه ترلاسه کړي. ګډونوال په ګروپونو تقسیمیږي، د هر ګروپ او ټيم څخه غوښتنه کيږي چې د موضوع په اړه فکر وکړي او لازم ځواب ورته پیدا کړي.

دوه نفري بحثونه: دا ډول مېتود معمولاً په هغو ورکشاپونو کې چې ګډونوال يې کم وي اجرا کېږي او معمولاً دوه نفري بحثونه د ګروپی بحثونو له ډلې نه شمېرل کیږي.

انفرادی مېتود: د دې مېتود څخه هغه وخت ګټه پورته کېږي چې ګډونوال په مشخصو مواردو کې فکر کولو ته ډېره اړتیا ولري هر یو یې په جدا جدا توګه له ځان سره متنونه لولي او په پای کې سره خپل نظریات شریکوي.

ارزیابي کول:

د  ورکشاپ په پیل، مینځ او پای کې ارزيابي کول خورا ګټور کار دی. په پیل کې ارزیابي ددې لپاره ده چې ارایه کوونکی په دې پوه شي چې د ګډونوالو د زده کړې کچه تر کومه حده ده، د مینځنۍ ارزیابئ مقصد دا دی چې استاد پدې پوه شي چې کوم مېتودونه يې په لار اچولي ګټور تمام شوي او که تغیرکول یې اړين دي او د پائ په  ارزیابۍ کې د ورکشاپ پایلې څېړل کېږي او ګډونکوونکي د ترلاسه شوو معلوماتو څخه په ورځني ژوند او کاري ساحه کې کار اخیستلی شي او که نه؟

لیکونکی: عبدالهادي هدایت