له اسراییلو سره د پاکستان پوځي همکاري، د اسراییلي ورځپاڼې تبصره

له اسراییلو سره د پاکستان پټې پوځي همکارۍ د عربي نړۍ په وړاندې د دغه هېواد په پالیسۍ کې جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د ټایمز اف اسرییل ورځپاڼې د راپور له مخې، د تېرو درې لسیزو په بهیر کې، اسراییل او پاکستان د افغانستان د مسئلې په هکله د موقف د همغږۍ او د نظامي معلوماتو د تبادلې له پاره یو له بل سره دوستانه اړیکې لرلې. د دغه هېواد په بهرنۍ پالیسۍ کې هغه وخت تغیر راغی چې پاکستان په ۱۹۸۰مو کلونو کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د مداخلې پر وخت له اسراییلو سره له نژدې څخه کار وکړ. په ۱۹۷۰ کې د فلسطینیانو پر ضد له بریالیو عملیاتو څخه وروسته پاکستاني جنرال ضیاءالحق ته د هغه د ترسره کړیو خدمتونو په ویاړ د اردن ترټولو لوړ مډال ورکول شو.

جنرال ضیاءالحق هغه څوک وو چې هغه عملیات یې په هغه وخت کې په اردن کې رهبري کړي ول. ویل کېدل چې په هغه جنګ کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې فلسطینیان وژل شوي ول،‌ په داسې حال کې چې یاسرعرفات ادعا وکړه چې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۵۰۰۰ کسانو پورې رسېدلی وو. هغه عملیات د اردن د پاچا حسین په مستقیم امر ترسره شوي ول. اسراییلي جنرال موشي دایان د پاچا حسین په هکله وویل، «حسین په یوولسو ورځو کې هومره فلسطینیان ووژل چې اسراییلو به په شلو کالونو کې وژلي وای.»

د تور سپتمبر له عملیاتو څخه وروسته،‌ جنرال ضیاء د اسراییلو دولت ته ډېر په زړه پورې شخص وګرځېد. په هغه وخت کې، ضیاء د پاکستان په اردو کې یوازنی کس وو چې اسراییلو پرې باور کاوه او کولی یې شوای چې د هغه له هېواد سره ښې سیاسي او نظامي اړیکې جوړې کړي.‌ د افغانستان په جنګ کې،‌ اسراییل یو له هغو ډېرو مهمو هېوادونو څخه وو چې له پاکستان سره یې د وسلو او افغان مجاهدینو ته د روزنې د ورکولو مرسته وکړه. د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) له پاکستان سره مرسته وکړه چې د افغانستان له سرحد سره نژدې افغانان وروزي.

هغه روسۍ وسلې چې د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي اېل او) څخه په لبنان کې د اسراییلو د نظامي ځواک له خوا نیول شوې وې هغه پاکستان او آی اېس آی ته ورکول شوې چې مجاهدینو ته یې ورکړي چې د شوروي اتحاد په وړاندې یې وکاروي.‌ اسراییلو له پاکستان سره په ګډه ډېر ماموریتونه ترسره کړل ځکه چې پاکستان او اسراییل دواړه د متحده ایالاتو ښه ملګري دي.‌ همدارنګه جنرال ضیاء هغه وخت ډېر کتونکي حیران کړل چې د ۱۹۸۶ کال په مارچ کې هغه د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي اېل او) څخه غوښتنه وکړه چې د یهودو دولت دې په رسمیت وپېژني.‌

اپیریشن سایکلون د امریکایي استخباراتي ادارې سي آی ای هغه نوم کوډ وو چې د هغه په اساس یې افغان مجاهدین د افغان/شوروي له جګړې څخه مخکې او د جګړې په بهیر کې تمویلول.‌ امریکایي استخباراتي ادارې سي آی ای او پاکستاني استخباراتي ادارې آی اېس آی اوږه په اوږه د شوروي رژیم پر ضد کار وکړ.‌ شوروي اتحاد د فلسطین د ترهګرو سازمانونو لکه د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي اېل او) لومړی نمبر تمویلوونکی وو.‌ د پاکستان استخباراتی ادارې (آی اېس آی) د اسراییلو له استخباراتي ادارې (موساد) سره مسلکي اړیکې جوړې کړې وې او استخباراتي معلومات یې په پټه موساد ته ور انتقالول.‌ د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر او نومبر په میاشتو کې آی اېس آی اسراییلو ته داسې معلومات ورکړل چې ښایي چې په هند کې په اسراییلي ملکیانو باندې ترهګریز بریدونه وشي.‌ ویکي لیکس راپور ورکړ چې پاکستانی تورن جنرال احمد شجاع پاشا د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) سره نېغ په نېغه په تماس کې وو.‌ په ۲۰۱۳ کال کې،‌ د برتانیا د سوداګرۍ،‌ نوښتونو او مهارتونو وزارت څرګنده کړه چې،‌ «په ۲۰۱۱ کال کې،‌ د ادعا په اساس اسراییلو د برتانیا له لارې پاکستان ته پوځي تجهیزات صادر کړل؛‌ په دغو تجهیزاتو کې الیکترونیکي جنګي سیستمونه او د الوتکې پرزې شامل ول.» خو پاکستان او اسراییلو دواړو د دغو ادعاوو له منلو څخه انکار وکړ.‌

په ۲۰۰۱ کال کې،‌ د پاکستان حکومت د آی اېس آی له لارې اسراییلو ته د خلیج د هېوادونو او د ایران او لېبیا د هستوي علاقه مندۍ په هکله استخباراتي معلومات ورتېر کړل په داسې حال کې چې د هغوی د پروګرامونو په جوړولو کې پخپله پاکستاني ساینسپوهانو مرسته کړې وه.‌ په ۲۰۱۰ کال کې د ویکي لیکس د نه تایید شویو امریکایي ډپلوماتیکو لیکونو په اساس، د ۲۰۰۹ له اکتوبر څخه د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) مشر تورن جنرال احمد شجاع پاشا اسراییلو ته د واشنګټن له لارې په هندوستان کې د احتمالي ترهګریزو عملیاتو په هکله استخباراتي معلومات وړاندې کړل.‌

د دغه لیک له لیکلو څخه څو اونۍ مخکې د اسراییلو د ترهګرۍ ضد ادارې په هندوستان کې د اسراییلي ساحو پر ضد د ممکنه ترهګریزو بریدونو په هکله مشورتي اخطار صادر کړی وو. په ۲۰۱۱ کال کې،‌ په اسراییلو باندې داسې تور ولګول شو چې پاکستان ته یې د برتانیا پوځي ټکنالوجي صادره کړې ده.

په ۲۰۱۵ کال کې، اسراییلي ساینس پوه په هغه علمي کانفرانس کې برخه واخیسته چې د پاکستان د علومو د اکاډمۍ له خوا د پاکستان په لاهور ښار کې جوړ شوی وو.

د ۱۹۹۷ کال په اګست کې د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال مرزا اسلم بېګ چې له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۱ پورې په واک کې وو ویلي وو؛‌ «پاکستان له اسراییلو سره نېغ په نېغه هېڅ اختلافات نه لري،‌ او دا چې پاکستان په شخړه کې درېیم فریق وو… مونږ له اسراییلو سره هېڅ شخړه نه لرو،‌ له دې امله مونږ باید د اسراییلو په رسمیت پېژندلو کې زړه نا زړه نه شو.»

همدارنګه د پاکستان د پوځ پخواني مشر او جمهور رییس پروېز مشرف یو ځل د ۲۰۰۳ کال په جون کې وویل؛ «له اسراییلو سره زمونږ ستونزه څه ده؟‌ ما له پخوا راهیسې دا ویل چې،‌ آیا مونږ باید له پاپ نه ډېر کاتولیک اوسېږو یا مونږ باید له پاپ نه ډېر تقوادار واوسېږو یا پخپله د فلسطینیانو په نسبت ډېر فلسطینیان واوسېږو؟‌ آیا دا صحیح چلند دی که نه په دې کې باید څه فرق وي؟ په دې برخه کې باید په ملي کچه خبرې وشي.»

جنرال پروېز مشرف په دې پوهېده چې د اسراییل موجودیت یوحقیقت دی او دا چې دغه هېواد د ځمکې له نقشې څخه نه لیرې کیږي.‌ هغه همېشه په دې تاکید کاوه چې له اسراییلو سره د روابطو په ښه کولو کې پاکستان په نړۍ کې ښې سیاسي لاسته راوړنې لرلی شي. له اسراییلي اخبار هارتز سره په خپله لومړۍ مرکه کې مشرف وویل چې،‌ «اسراییل یو په شا نه تلونکی دولت دی.»

مطلب له تاند ویب پاڼې اخیستل شوی