له افغانستانه هره ورځ پنځلس لارۍ پیاز هند ته رسیږي

د هند چارواکي وايي، چې هره ورځ له افغانستانه پنځلس لارۍ پیاز هند ته  راوړل کېږي، چې دا به هند کې د پیازو د بیو په ټیټولو کې مرسته وکړي.  هندي چارواکي زیاتوي، چې سوداګر دا پياز په افغانستان کې ارزانه اخلي او دلته هم هڅه روانه ده چې بیې ورسره ټيټې کړای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند کې په وروستیو میاشتو د پیازو بیې ډېرې لوړې شوي دي.