له امو تر اباسینه یو قام او یو ملت دی

دغه څرګندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال کړي دي.

پښتین وایي، له امو تر اباسینه یو قام، یو ملت دی او دا قوم به خپل یو والی تل ساتي.

د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه بلوچستان کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي، تر هغه چې کابل، کندهار او پېښور کې امن نه وي راغلی، په هیڅ ځای کې به امن را نشي.

نوموړي په دې جوړه شوې غونډه کې پاکستاني ریاست ته په اشارې ویلي، پښتون یو ملت دی او هیڅوک یې د ټوټې کولو توان نه لري او نه به څوک پرېږدي چې د پښتنو د بېلولو هڅه وکړي.

هغه یو ځل بیا په لر او بر پښتنو غږ وکړ، چې سره یو شي او تل دې خپل یووالی وساتي.

د نوموړي په وینا د پاکستان حکومت هڅه کوي، چې د دواړو غاړو پښتنو ترمنځ کرکه او نفرت پیداکړي څو له یو بل سره بېل شي.

منظور پښتین په یاده غونډه کې دا هم ویلي، چې په ډاډ سره به د دواړو غاړو پښتانه سره یوځای اوسي او د پاکستاني ریاست هغه هڅه به له ناکامیو سره مخ کړي چې غواړي مونږ سره په جلا جلا برخو باندې وویشي.

منظور پښتین له امو تر اباسینه د یو ولس وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې یوه اونۍ وړاندې په بنو کې د پي ټي ایم له لوري یوه پراخه جلسه دایره شوې وه، چې نږدې ۲۰ زره پښتنو پکې ګډون کړی وو او د لر او بر یو افغان نارې یې وهلې.