له اوربند او بین الافغاني خبرو پرته سوله نه شي راتلی

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وایي، له سرتاسري اوربند او بین الافغاني خبرو پرته په هېواد کې د سولې راتلل امکان نه لري او د دې لپاره چې د سولې هوکړې ته ورسیږو، نو لومړی باید اوربند وشي.واحدالله امان د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د سولې پروسې ته په اشارې ویلي، چې بین الافغاني مذاکرات، اوربند او د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې خبرې اترې هغه درې اساسي شرطونه دي چې له دې پرته افغانستان د سولې د راتلو هیلې بې ځایه دي. د دانش په خبره چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د بیان پر ازادۍ، د خلکو پر اساسي حقونو او تیرو لاس ته راوړنو ټینګار کوي او په هیڅ صورت به اجازه ورنکړي چې د تیرو کلونو لاس ته راوړنې د سولې قرباني شي. د ده په وینا، که څه هم د خلکو له حقونو دفاع د حکومت اساسي دنده خو خلکو ته هم پکار ده چې په پوره دقت او هوښیارۍ له خپلو حقونو دفاع وکړي. په ورته مهال د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دې هېواد پلازمېنه عشق اباد کې د نړیوال انجمن ناستې ته ویلي، هېواد یې د افغان سولې خبرو کوربتوب ته چمتو دی او په خبره یې افغان سوله د سیمې د امنیت او ثبات لپاره اړینه ده.