له اوږده انتظار وروسته کترينه کېف بيا د فلمونو ثبت ته راستنه شوه

د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې کترينه کېف له اوږدې دمې وروسته يو ځل بيا د فلمونو ثبت ته راستنه شوې او د يو عکس په خپرولو سره يې د ثبت پيلولو باندې خپله خوښي ښکاره کړه.

مشهورې اداکارې کترينه کېف په انسټاګرام کې يو عکس، چې په سټوډيو کې يې د خپل ټيم له کسانو سره اخيستى دى، له خپلو مينه والو سره شريک کړ، چې په دې عکس کې هغه ډېره خوشحاله ښکاري. همدا راز د هغه تر څنګ چې کوم دوه د ټيم غړي ولاړ دي، هغوى د کورونا د مخنيوي په پار احتياطي کالي هم په تن کړي دي.

کترينه کېف چې په (باربي ډول) هم مشهوره ده، د دې عکس په ليدو يې مينه والو ډېره خوښي ښکاره کړه او د هغې دا عکس يې ډېر خوښ کړ. د هغې دا عکس تراوسه پورې ٨٨٠ زرو نه زياتو کسانو خوښ کړى دى او له پنځه زرو څخه زياتو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

کترينه کېف وخت نا وخت د خپلو فلمونو، ورزش او نورو کارونو په اړه په ټولنيزو رسنيو کې له خپلو مينه والو سره معلومات، عکسونه او ويډيوګانې خپروي.

د کورونا له امله لګېدلي ګرځبندېز کې تر نرمښت وروسته د هندي فلمونو ډېرى اداکارانو د فلمونو ثبت پيل کړى دى او د اکشى کمار لومړى فلم (بيل باټم) و چې له کورونا وروسته يې ثبت بشپړ شو.

د يادولو وړ ده چې د هندي فلمونو مشهور اداکار ريتيک روشن تېره ورځ په خپله يوه مرکه کې د کترينه کېف په اړه ويلي و، چې هغه د يوې مزدورې په څېر دي او د فلم د ثبت پر مهال بالکل د يوې مزدورې په څېر کار او خواري کوي. هغه ويلي و، چې کترينه کېف ته به يې مخکې (مزدوره) ويل خو هغه به په دې ټکي خپه کېده.

کاپي هنرستان…