له اکسېجن پرته تر اوبو لاندې تاریخي نڅا

یوې روسي جوړې د ایټالیا په ستر تالاب یا حوض کې له اکسېجن پرته تر اوبو لاندې ۳ دقیقې او ۲۸ ثانيې نڅا وکړه چې په دې سره يې خپل نوم د نړۍ په عجایبو کتاب “ګنیز” کې ثبت کړ.

دغې جوړې د ایټالیا پاډووا ښار تر ټولو ستر “وای ۴۰” په نوم حوض کې چې نور کسان يې هم نندارې ته ولاړ وو، د یوې رسۍ په مرسته داسې جالبه ننداره وړاندې کړه چې ټول خلک يې حیران کړل.

تر دې ریکارډ جوړولو وروسته یادې جوړې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دې نڅا لپاره يې د نفسیاتي او جسماني تمرین ترڅنګ، په لیکلې بڼه هم چمتووالی نیولی و.

دوی زیاتوي، له دې نڅا نه یې موخه دا وه چې ټول خلک د مینې په برخه کې د ازادۍ او امن احساس وکړي.

میرینا د دې ریکارډ ترڅنګ، په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې له کوم ډول بېرونۍ مرستې پرته ۱۵۴ مېټره اوبو کې ژوره لامبو وهلې او تر دې دمه يې په ۱۵ فلمونو کې هم کار کړی دی.