له ایران څخه دوه زره او ۷۰۲ افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شول

‏د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایران څخه دوه زره او ۷۰۲ افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شول.د یاد وزارت په خبره، چې د يادو شويو کسانو له جملې څخه يې ٧٦١ تنه د کډوالۍ نړيوال سازمان ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ور پېژندل شوي دي.