له بد چلندي ماشوم سره څه وکړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هر کله چې مېلمستیا ته ځم، نو د خپل ماشوم له بدو کارونو څخه خواشینې یم، تل وېرېږم، چې کوم کار ونه کړي، چې په شرمونو به مې وشرموي. هر څه چې کووم، نو بد چلند یې نه را کمېږي او ډېری وخت لا پسې زیاتېږي.

لیدونکي ماشومان:

ماشومان لیدونکي موجودات دي او په ډېرې آسانۍ بېلګه اخلي. یانې ماشوم چې هرډول چلند کوي، په ډاډ سره ویلی شم، چې ورته چلند یې لیدلی دی، نو د خپلو ماشومانو د بد چلند په لیدو سره، په پیل کې هڅه مه کوئ، چې تورن یې کړئ او وې ګواښئ.

تر ټولو لومړی کار، چې ستاسو له پاره ډېر اړین دی، دا دی، چې د هغه چلند سرچینه پیدا کړئ او وګورئ، چې ماشوم دې ته ورته چلند چېرته لیدلی دی؟ آیا ستاسو او ستاسو د مېرمنې په چلندونو کې؟ ستاسو په خپلو او خپلوانو کې؟ یا حتی په ټلویزیون او یا ستاسو د ماشوم په ملګرو او دوستانو کې؟ کله چې د دې چلند ریښه پیدا کړئ، نو په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، چې لرې یې کړئ.

د مقابلې لارې چارې:

د دې له پاره، چې وکولای شئ د خپل ماشوم بدو چلندونو ته بدلون ورکړئ او لرې یې کړئ، نو کولای شئ، له لاندې تخنیکونو څخه ګټه واخلئ:

۱ ـــ د مکافاتو ورکړه.

۲ ـــ ښو او مثبتو کارونو ته پاملرنه.

۳ ـــ بد او خراب چلندونه نا لیدلي نیول او هغو ته نه پام کول.

۴ ـــ محرومول.

۵ ـــ دستور ورکول.

د مکافاتو ورکړه:

هغه لارې چارې، چې والدین کولای شي، د خپل ماشوم د ناسمو چلندو د مقابلې له پاره ترې کار واخلي، د ماشوم د مثبتو کارونو ستایل او دغه راز د هغه هڅونه او پیاوړتیا دي. یوازې دې ته مو پام وي، ترڅو ماشوم مو د مکافاتو په اخیستلو روږدی نه شي او یوازې د جایزې اخیستلو له پاره ښه کار ترسره کړي. په لومړیو ورځو کې کولای شئ، چې ماشوم ته څرګنده کړئ، که چېرې هغه کار دې ترسره کړ، نو جایزه درکول کېږي او له درې یا څلور ځلونو وروسته باید جایزه را کمه کړئ او هر کله چې ماشوم په خپله هغه ښه کار ترسره کړ او یا بد کار یې ترسره نه کړ، هغه ته ډالۍ ورکړئ او دا هم ورته ووایئ، دا ډالۍ مې ځکه درته واخیستله، چې ښه کار دې کړی دی.

سمو او مثبتو کارونو ته پام کول:

د ماشوم له ناسم چلند سره د مقابلې بله تګلاره، پام کول دي. کله چې ماشوم ناسم چلند وکړ، کولای شئ هغه ناسم چلند ته پام ونه کړئ او له ماشوم سره د مثبتو چلندونو په اړه خبرې وکړئ، کله چې ماشوم وویني، چې والدین یې د هغه منفي چلند په اړه، چې ترسره کړی یې دی، خبرې نه کوي او له مثبتو چلندونو څخه خبرې کوي، نو خپل بد کار ته یې پام کېږي. په دې حالت کې ماشوم د خپلو والدینو د پام را اړولو له پاره هم منفي چلند نه کوي.

نا لیدلي نیول او ناسمو چلندونو ته نه پام کول:

کله چې ماشوم ناسم چلندونه څرګند کړل، یوه له هغو تګلارو څخه، چې کولای شئ، ترې ګټه واخلئ دا ده، چې ناسم چلند ته یې پام ونه کړئ او هغه ونه وینئ. په دې حالت کې باید له ماشوم سره هېڅ ډول د سترګو، خولې او نورې اړیکې ټینګې نه کړئ. یوازې د ماشوم له خطره ډک او زیان زېږونکي چلند ته پام وکړئ. لکه: په سړک باندې منډې وهل. له خطره ډکو وسایلو ته لاس وروړل، تېرو او پرې کوونکو وسایل باندې لاس وهل او نور…. خو دا ډول چلندونو ته یې هېڅ پام مه کوئ، لکه: د بېځایه غوښتنو له پاره ژړل، چیغې وهل، ځان وهل او د شور او غوغا پورته کول.

محرومول:

بله تګلاره دا ده، چې ماشوم له هغو فعالیتونو او وسایلو څخه محروم کړئ، کوم چې نوموړی خوند ترې اخلي، یانې هر کله، چې ماشوم نا سم چلند وکړ، هغه له یوه خوندور فعالیت څخه محروم کړئ، ترڅو وکولای شئ، په پایله کې د هغه منفي چلند لرې کړئ. پام مو وي، چې محرومول باید په هېڅ توګه عاطفي نه وي.

ماشوم ته مو مه وایئ، چې نور دې مور یا پلار نه یم، یا نور درسره مینه نه لرم. غوره ده، چې د محرومولو وخت له ۳۰ دقیقو څخه زیات نه شي. د بېلګې په توګه کولای شئ، هغه د خپلې خوښې له یوه کارتوني څخه محروم کړئ، دا ټکی هم په پام کې ولرئ، چې هېڅکله له ټاکل شوي وخت څخه د مخه محرومول، مه لرې کوئ.

دستور ورکول:

د والدینو وروستۍ تګلاره دستور ورکول دي، والدین نباید خپل دستورونه اوږده او پرله پسې بیان کړي. دستورونه باید لنډ او په بشپړه توګه راڼه او واضح بیان شي، ماشوم باید په دقیقه توګه دې ته متوجه شي، چې والدین یې له ده څخه څه غواړي او څه نه غواړي. ماشومان د دې وړتیا نه لري، چې څو دستورونه په یوه وخت کې ترسره کړي، نو له دې امله باید دستورونه په کوچنیو برخو ووېشئ. ماشوم دې جملې ته نه متوجه کېږي، چې منظم ماشوم واوسه، یانې څه؟

غوره ده، چې په دې حالت کې ماشوم ته په دقیقه توګه وویل شي، چې څه وکړي، ترڅو منظم ماشوم وګڼل شي، د لوبو وسایل ټول کړي؟ خپلې جامې منظمې کړي؟ او نور … غوره ده، چې دستورونه په کلک او پرېکنده غږ بیان شي. اشاره کول هم کولای شي ګټوره تګلاره وي. که چېرې ماشوم دستورونه ومنل او ترسره یې کړل، نو باید مکافات ورکړل شي.

په مېلمستیا کې:

که چېرې ماشوم مو په مېلمستیا کې له ځانه ناسم چلندونه ښکاره کول، نو هڅه وکړئ، چې په پیل کې یې لامل پیدا کړئ. ډېری وخت ماشومان د لوږې، خوب، ستړیا، نه پاملرنه او تبعیض لیدلو له امله په ناسمو چلندونو لاس پورې کوي.

لامل یې پیدا او لرې یې کړئ. که چېرې ومو لیدل، چې یو ځل بیا یې یادو چلندونو ته  دوام ورکړ، نو هېڅکله د نورو په وړاندې له خپل ماشوم سره شخړه مه کوئ، لاس یې ونیسئ او کوټې یې بوځئ، دا چې په ځان باندې اعتماد یې خوندي شي، نو هغه خپلو بدو چلندونو ته متوجه کړئ.

په داسې حال کې چې خپله آرامتیا ساتئ، نو غوره ده، چې لاس یې ونیسئ، کوټې ته یې بوځئ او ور سره خبرې وکړئ، ورته ووایئ، چې د څه له پاره کوټې ته راغلی یې او د څه له پاره خواشینی او غوسه یې، په پرېکنده ډول خبرې وکړئ او خپلې هیلې په روښانه او واضحه توګه بیان کړئ.

له خبرو کولو وروسته په ډېرې آرامۍ د خپل ماشوم لاس ونیسئ او د نورو ټولي ته بېرته ور وګرځئ، دا ډول کولای شئ د خپلو ماشومانو په ځان باندې اعتماد خوندي کړئ.