له حکمت څخه ډکې خبرې

که په غلطه لار لاړې، دبیرته راګرځیدو څخه مه ویریږه.

که تا نه پیژنی،مه خپه کیږه په دې خپه شه چې ته ولی خلک نه پیژنی.

په دې مه ځوریږه چې ولې لوړ مقام ته نه یې رسیدلی،په دې وځوریږه چې ولې دې دلوړمقام لیاقت نه دی پیداکړی.

که پوهیږې په خپله خبره ټینګ ودرېږه،که نه پوهیږې ووایه چې نه پوهیږم دغه دپوهې ثبوت دی.

که چیرې زده کوونکی د زده کړی په وخت کښې دخپلو زړو جامو اوخوراک له کبله ګیله وکړی هغه دخبرو اترو وړ نه دی.

زده کړه تل ترتله وګڼه او دپای ټکی مه ورته ږده.

تر اوسه مې داسې سړی نه دی لیدلی چې خپل ځان پړ وبولی.

ساده ګی دکلیوالو سره ده او خوږه ژبه دښاریانو سره،بشپړ سړی هغه دی چې دواړه ولری.

خپله غلطی دې بې له ډاره سمه کړه.

پوهان له شک نه، ښه خلک له بیکارۍ نه او زړه ورخلک له ډارنه تښتی.

که چیرې لارښود رښتینی عادل وی، رعیت به یې منونکی وی.

دښه حکومت نښې دژبې او عمل په یووالی کښې دی.

سترخلک لږې خبرې او زیات عمل کوی.

رښتیا وایه او سم عمل کوه، وحشیان او ځنګلیان به دې هم قدر وکړی.

سترسړی په ځان فشار راوړی او کوچنی سړی په نورو.

سترسړی له دریو شیانونه ډډه کوی: په ځوانۍ کښې له شهوت څخه، په پاخه عمر کښی له جنګ څخه او په زوړوالی کښې له ځان غوښتنی څخه.

په هیواد کښی چې هرڅه سم وی، خلکوته دانتقاد ځای نه پاتی کیږی.

څوک چې دسبا په فکرکښې نه دی ،دسباپه غمونو او کړاوونو کښی به لاهوشي.

محمد مستشهد شینواری