له خاوند سره شوخي، په ملګري بې باوري

یوې ښځې خپل خاوند ته په یوه ورقه ولیکل نوره له تا ستړې شوې یم تاسره ژوند نشم کولی تا پرېږدم او زه لاړم.

ورقه یې دکټ سرته کېښوده اوترکټ لاندې پټه شوه.

خاوند یې چې راغی ورقه یې راواخیسته له ویلو وروسته یې ښه په زوره زوره وخندل دورقې ترشاه یې یوڅه ولیکل او بېرته یې دکټ سرته کېښوده .

خپل تلیفون یې له جیبه راوویسته اوغوږ ته یې ونیوه او وویل هلو ګرانې ښځه مې ولاړه ډیر خوشحاله یم زما اوستا لپاره ښه چانس دی ته مې ډېره یادېږې چیرته یې چې هلته درشم.

له کوربهر ووته ښځې یې چې داخبرې واورېدې سترګې یې له اوښکو ډکې شوې سلګو ونیوله اوپه مات زړه یې ورقه راواخیسته چې خاوند یې په کې لیکلي وو

لېونۍ دکټ لاندې ستاپښې ښکاره کېدلې.

زه ولاړم ډوډۍ راوړم اوته دسترخوان آمده که

( مینه درسره لرم لېونۍ مینه درسره لرم)

نوټ: په ژوند کې ترهرڅه اعتماد اوباور مهم دی.

په هرځل ازمایلو ملګري مه مجبوروی.

ژرقضاوت مه کوۍ.

شاید موضوع بل ډول وی

اوستاسې فکر بل ډول ځکه په غصه کې قضاوت د ناپوهۍ یوه ستره نښه ده.