له خپلو ماشومانو سره د بریالۍ اړیکې لپاره ۱۰ کلیدي ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

له خپلو ماشومانو سره ستاسو اړیکه هغه مهال ښه او اصولي پرمخ ځي، چې له درنښت، مینې او تعامل سره مله وي، په دې تعامل کې باید مور او پلار تل د اقتدار په مقام کې وي او ماشوم د ملاتړ په مقام کې.

که چېرې غواړئ، له خپلو ماشومانو سره ښه اړیکه ولرئ، نو له لاندې ټکو څخه ګټه واخلئ:

۱ ـــ کله چې ماشومان مو له خپلو احساساتو او تصمیمونو څخه خبرې کوي، یا غواړي، کوم مهم مطلب بیان کړي، نو په خبره کې یې مه ور غورځئ، مخکې له مخکې قضاوت مه کوئ، د لویوالي له موضوع څخه، چې په هر څه باندې پوه یاستئ، خبرې مه کوئ.

۲ ـــ خپل ماشومان په دې باندې ډاډه کړئ، چې په هر ډول شرایطو کې ترې ملاتړ کوئ او حتا که چېرې تېروتنه هم وکړي، نو له هغه سره ستاسو په مینه کې کمښت نه راځي.

۳ ـــ کله چې ماشوم مو غواړي، له تاسو سره کوم مطلب شریک کړي، په سمه توګه غوږ ورته ونیسئ، ټلویزیون ګُل کړئ، په خپل موبایل کې ګوټې مه وهئ، له کار او مطالعې څخه لاس واخلئ او په ډېر دقت او ځیرکتیا سره غوږ ورته ونیسئ. په دې کار سره هغه ته دا څرګندوئ، چې ستاسو له پاره مهم دی او درنښت ورته لرئ.

۴ ـــ هلکان په ځانګړې توګه په تنکۍ ځوانۍ کې دې ته تږي وي، چې خبرې وکړي او خبرې یې واورېدل شي. که چېرې فکر کوئ، چې تاسو ښه اورېدونکي نه یاستئ یا د اورېدلو پرځای یوازې خبرې او نصیحتونه کوئ، په چټکه توګه له تاسو څخه واټن اخلي او اړیکه مو له منځه ځي، له تنکیو ځوانانو سره په تعامل کې، د ډېرو خبرو کولو په پرتله ډېر واورئ او وروسته په څو لنډو جملو کې او یوازې د اړتیا په صورت کې ځواب ورکړئ.

۵ ـــ خپل ماشوم ډېر زیات په غېږ کې ونیسئ او په دې کار سره هغه ته د آرامتیا، خوندیتوب او مینې احساس ورکړئ. کله چې له هغه سره خبرې کوئ، نو هڅه وکړئ، چې داسې کېنئ او پاڅېږئ، چې د هغه له قد سره مناسب وي.

۶ ـــ هڅه وکړئ، چې دوه په دوه سره خبرې وکړئ. کله وخت له هغه سره په یوازې توګه خرید ته لاړ شئ، هوټل یا پارک ته لاړ شئ او داسې فرصت برابر کړئ، ترڅو له یو بل سره ډېرې خبرې وکړئ.

۷ ـــ د خپلو ماشومانو رټل او سپکول، یا له نورو سره یې پرتله کول، د هغه د کینه کښ کېدو سبب ګرځي، په هېڅ ډول یې له نورو سره مه پرتله کوئ. په یاد مو وي، چې پرتلنه،  د سمون او پرمختګ سبب نه ګرځي او سر چپه اغېزه لري.

۸ ـــ که د هغه د چال چلند له ډول څخه غوسه یاستئ، نو صبر وکړئ، ترڅو غوسه مو سړه شي، وروسته د موضوع په اړه ورسره وغږېږئ.

۹ ـــ د ستونزو پرمهال ژر تر ژره د حل لاره مه بیانوئ او د مناسبو پوښتنو په پوښتلو او فکر کولو ته د ماشوم په هڅولو، هغه ته د مسئلې د حل لارې په لور لارښوونه وکړئ. په خپلو خبرو کې د ( ولې داسې وشول ) پرځای په ( څنګه کولای شو ) باندې تمرکز وکړئ.

۱۰ ـــ هېڅکله، هېڅکله، هېڅکله خپل ماشوم ته د خپل دوست، مشاور او غم خوړونکي مقام مه ورکوئ. له خپلې مور، پلار او خپلې مېرمنې سره د ستونزو په اړه هغه ته څه مه وایئ او تمه مه لرئ، چې ستاسو په اندېښنو باندې دې پوه شي. ستاسو ماشوم ستاسو ماشوم دی، نه ستاسو ارواپوه. تاسو باید د هغه تکیه ګاه واوسئ، نه چې په هغه باندې تکیه وکړئ.