له خپلې دندې او مسلک سره مو مينه داسې پيدا کړئ!

زياتره خلک له خپلې دندې سره تلپاتې مينه ( دلچسپي ) نشي ساتلی. ځينې وخت دوی په کاري ځای کې صرف وخت تېروي، کار ته هېڅ توجو نه کوي. ليکن ځينې داسې لارې شته، چې تاسو يې په عملي کولو سره کولی شئ، چې خپلې ناخوښې دندې سره بيا مينه پېدا کړئ.

په اوسني عصر کې د دندې پېدا کول تر ټول ستونزمن کار دی، چې ډېری ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي. دا هم يو لامل دی، چې ډېری خلک هغه کار چې ورسره اصلاً مينه نلري، ډېر وخت پکې بوخت پاتې شي. حقيقت دا دی چې د بې کارۍ او بې وزلۍ پرتله ډېری خلک دا غوره ګڼي چې هغه کار ته زړه ښه کړي چې په هېڅ ډول يې نه خوښېږي.

زه باور لرم، چې داسې لارې شته چې تاسو کولی شئ چې خپلې ناخوښې دندې سره مو مينه پېدا کړئ. کله چې زه له کوم چا څخه د خپلې دندې او يا مالک په اړه بدې ردي وايي، خو دا يې د حل لاره نده.

البته د دې ستونزو د حل لپاره ځينې لارښوونې او لارې شته چې د هغو په مرسته کولی شئ، خپل کار، مسلک او کاري چاپېريال سره مو مينه او علاقه ډېره کړئ. په دې ليکنه کې درته د لارښوونې او لارې په ګوته کوو:

د ورځې په پيل کې ځان وهڅوئ:

کله چې له کوره کاري ځای ته ځۍ، فکر وکړئ، که دا دنده مو نه درلودی نو څه به مو کول. د خپلې اوسنۍ دندې د مثبت اړخونو په اړه فکر وکړئ. داسې مثبت فکرونه به تاسو وهڅوي او ورځ به مو له خوشحاليو ډکه او ډېر څه به پکې لاسته راوړئ.

په دنده کې د پاتې کېدو لپاره يو ښه دليل پېدا کړئ:

هڅونې زياتره وخت د بريا لامل ګرځي، تاسو د خپلې شته دندې مثبت اړخونه وڅېړئ. يو هدف وټاکئ، او پرېکړه وکړئ چې تاسو له شته دندې څخه څه لاسته راوړل غواړئ.

آيا غواړئ په خپل مسلک کې ډېر څه زده کړئ؟

آيا غواړئ چې په راتلونکي کې د يو ټيم لارښود اوسئ؟

آيا غواړئ چې پوه شئ اداره څنګه پر مخ وړل کيږي؟

خپل کاري وخت مو پلان کړئ، او د اجرائت يو لست جوړ کړئ:

په لست کې مو کوچني او لوی کارونه وليکئ او هغه کارونو ته مو لومړيتوب ورکړئ، چې اجراء کول يې له نورو کارونو ضروري وي. هر څه چې اجراء کوئ، له ځانه وپوښتئ چې دغه وخت د دې کار دی او کنه؟ د دې تر څنګ د مطالعې لپاره هم تقسيم اوقات جوړ کړئ او مطالعه وکړئ.

کاري چاپېريال مو ښکلی کړئ:

د کاري ځای د ښکلا لپاره مو له مختلفو تزئيني توکو څخه ګټه پورته کړئ، د کاري ځای ښکلا مو کار ته هڅوي. تاسو کولی شئ، په کاري ځای کې د کورنۍ غړو انځورونه کېږدئ، تر څو فکر وکړئ چې تاسو يوازې د ځان لپاره کار نه کوئ، بلکې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پېدا کوۍ.

ځان مطمئن کړئ، چې اداره له تاسو د څه شي تمه لري:

کارونه مو ځان ته څرګند کړئ، هغه وخت چې تاسو مطمئن نه ياست او يا له جنجالي کارونه سره مخ ياست. څومره چې ستاسو کارونه څرګند وي، ستاسو اړيکه به له رئيس او نورو اداري غړو سره تر پايه سالمه وي.

له هغو خلکو سره کار وکړئ چې تاسو يې خوښوئ:

په داسې حال کې چې تاسو نشئ کولی چې خپل اداري ملګري مو بدل کړئ، تاسو کولی شئ له هغه چا سره کار وکړئ چې تاسو يې خوښوئ. له هغو سره ځان ونښلوي چې تاسو ته ښه ښکاري.

لږ ځان ښودخوا کړئ:

ځينې حدود مقرر کړئ. خپل کاري ځای کې مو ځينې حدود وټاکئ، دغه حدود له تاسو سره مرسته کوي چې حاکميت رامنځته کړئ. زياتره وخت، داسې کارونه وي چې په اجراء کولو سره به يې ستاسو مينه لا له دندې سره زياته کړي، خو د حدودو په نه موجوديت کې به يې تاسو نشۍ کولی.

که دا کار مو نه درلودی، څه مو کول؟

کله مو چې د کاري چاپېريال سره مينه کمه شو، نو يوه غوره پوښتنه چې له ځان څخه يې بايد وپوښتئ؛ دا ده: که دلته مو کار نه کولی، نو څه به شوي وي؟ خلک معمولاً دا فکر کوي، چې که دا کار يې نه لرلی، حتماً به يې بل ځای کې بوختيا لرله. خو واقعيت بايد ومنئ. بايد ومنئ چې همدا مو کار دی او که دا کار مو نه لرلی، ښايي بېکاره وی.

ځان ساتنې ته لومړيتوب ورکړئ:

په کار کې: وقفه واخلئ، په خپل کاري مېز باندې خوراک مه کوئ، او په اضافي وخت کې د باندې لاړ شئ. په کور کې: کافي اندازه خوب وکړئ، ښه خوراک وکړئ، او هغه کارونه وکړئ چې تاسو ورسره مينه لرۍ. ښکاره خبره ده چې په زياته اندازه کار کول، په کار کې وقفه نه کول، په کافي اندازه خوب نه کول او همداسې نور کارونه صحت ته زيان رسوي، نو د دندې په ښه ترتيب اجراء کولو لپاره اړينه ده چې پورتني کارونه ترسره کړو او خپل کار سره مو مينه زياته شي.

راحتيا ( آرامي ) زده کړئ:

دا مهمه نه ده چې کار مو څومره سخت دی، يا ريئس مو څنګه رويه کوي، بلکې مهمه تاسو ياست، نو دنده دومره ضروري نه ده لکه څنګه چې ستاسو روغتيا ته فکر کول مهم دي. نو هڅه وکړئ چې په کارونو کې مو وقفه واخلئ او ځان راحته کړئ، تر څو صحت مو روغ وي او کارونه په سمه توګه سرته ورسولی شئ.