له دایمي کوڼوالي ځان وساتۍ!

د غوږ په داخلي برخو کې د ویښتانو په څېر نرۍ او نازکې برخې دي، که دا برخې خرابې شي نو اوریدل د تل لپاره کمېږې او بالاخره له مینځه ځي. د دې نازکو برخو د خرابوالي لپاره یو تر ټولو مهم لامل د اوږد وخت لپاره د لوړ غږ سره مخامخ کېدل دي. هغه خلک چې په لوړ غږ لرونکي چاپیریال کې کار کوي د دې ستونځې سره ډېر مخامخ کېږي، لکه صندوق جوړونکي، فابریکو کې کارکونکي، ماشین چلونکي، نظامیان او نور. په اوسني وخت کې یې د غږیزو وسایلو کارول د نړۍ په سطحه یو لوی سبب دی، په ځانګړي ډول هغه ځوانان چې د اوږد وخت لپاره له ګوشکو کار اخلي، ډېر اخته كيږي. بايد ووايو چې دا ستونځه ورو ورو رامینځه كيږي او كله چې ورته شخص متوجه كيږي، اوبه له ورخه تېرې وي. له دې ستونځې څخه د ځان ساتنې لپاره له لاندې لارو چارو کار واخلۍ:

۱ – لوړو غږونو ته د اوږد وخت لپاره مه مواجه كيږۍ!

۲ – د تیلیفون غږ مو کم وساتۍ!

۳ – موسیقۍ مه اورۍ، په لوړ اواز خو یې بیخي مه اورۍ!

۴ – د ۶۰ قاعده پلې کړۍ، په دې معنې چې د تیلیفون غږ مو له ۶۰ فیصدو مه لوړوۍ او په ورځ کې د ۶۰ دقیقو څخه د زیات وخت لپاره ګوشي مه کاروۍ!

۵ – که اړتیا ورته لرۍ، داسې ګوشكي وکاروۍ چې د غوږ لپاسه نصبېږي، د غوږ دننه نصبيدونكي یې مه کاروۍ!

۶ – په پروګرامونو کې لاوډ سپیکر سره نږدې مه کېنې!

۷ – که ماشین یا ډزو سره مو سروکار وي، ځانګړي غوږ بندونکي وسایل وکاروۍ!

له لوستلو مو مننه، نورو دوستانو سره یې شريك كړۍ!

 

صداقت مومند