د بالیووډ ښکلې اداکاره دیا میرزا د کاناډا د لومړي وزیر جسټن ټروډیو له شخصیت څخه اغیزمنه شوې او په ټویټر يې د هغه زیات تعریف کړی.
دیا میرزا د ښاغلي جسټن سره هندوستان ته د هغه د یوې اونۍ د سفر په وروستیو ورځو کې ولیده او په اقلیمي بدلون، دومداره پرمختګ او جنډر مساوات باندې يې خبرې وکړې.
دیا میرزا د هندوستان لپاره د ملګرو ملتونو (د چاپیریال خیر غوښتونکې) استازې ده.
دیا میرزا وايي، چې د جسټن سره په ملاقات خورا ډیره خوشاله شوه.
د دیا په باور، چې ښاغلی جسټن ډیر عاجزه، خواخوږې، او صادقه انسان معلومیږي
سرچینه : هندکش