له دې وروسته به ټویټر کې خپل «غږيز پيغام» هم ټويټ کولی شئ

د خواله رسنيو مشهورې ويبپاڼې ټويټر باندې د نظر ورکولو لپاره تر دې دمه له ليکلي ټويټ څخه کار اخيستل کېده خو اوس ټويټر غواړي نوی نوښت رامنځته کړي.

د ټويټر شرکت خپلو کاروونکو ته زيری ورکړی چې له دې وروسته به له ليکلي ټويټ سربېره غږيز ټويټ هم پوسټ کولی شي.

شرکت وايي، «له دې دمخه يوازې ليکلی ټويټ پوسټ کېده خو له دې وروسته به کاروونکي وکولی شي غږيز ټويټ هم پوسټ کړي».

په دغې ځانګړتيا سره به کاروونکی وکولی شي ۲ دقيقې او ۲۰ ثانيې غږيز ټويټ وکړي، خو که ټويټ له دې زیات وي په اتومات ډول په بېلا بېلو برخو تقسيم او پوسټ کيږي.

دغه ځانګړتيا به د ټويټر پر پاڼې چپ اړخ ته څرګنديږي، د غږيز ټويټ کولو پرمهال کاروونکی کولی شي د خپل غږ سره سم عکس هم پورته کړي.

تر اوسه د ټويټر لخوا ياده ځانګړتيا د iOS سيستم کاروونکو لپاره فعاله شوې خو شونې ده راتلونکې اونۍ به د اندرويد کاروونکو لپاره هم وړاندې شي.

Twitter Starts Testing Audio Tweets on iOS | Beebom