ګوادر بندر له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي انتقالیږي

د پاکستان د صنایعو او سوداګرۍ وزرات پرېکړه کړې، چې له ګوادر بندره افغانستان ته د غنمو، بورې او سرې د انتقال اجازه ورکړي.

دغه وزارت زیاتوي، یاده پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ او سوداګرۍ هوکړې پر اساس شوې چې ورسره به له ګوادر بندره افغانستان ته درامد شونی شي.

تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت د ګوادر له لارې افغانستان ته د توکو او وسایلو رسولو پرېکړه کړې وه؛ خو هغه یو علامتي اقدام وو.

د پاکستان صنایعو او سوداګرۍ خونه زیاتوي، دا ځل به په پرله پسې توګه افغانستان ته توکي انتقالېږي او په دې کې ځینې شرطونه هم ایښودل شوي دي.

له دې شرطونو یې یو دا دی، چې ټول توکي به تړلي وي او یوازې تر چمنه له اوښتو وروسته پرانیستل کيږي.

بل دا چې سوداګرو چې څومره سامان درامد کړی وي، تر هغې د زیات سامان وړلو اجازه به نه ورکول کېږي.

شنونکي وايي، د ګوادر له لارې افغانستان ته د سامانونو رسول نه یوازې د کراچۍ په پرتله لار لنډوي بلکې دا ارزانه هم پرېوځي.