له دې (۶) ډوله خلکو څخه مشورې مه غواړئ!

محمد ابراهیم رحیل

د ژوند او کار په اړه له نورو خلکو سره مشوره کول د دې لامل ګرځي، چې په سمه توګه پرېکړه وکړو او تر یوه بریده له تېروتنو او ماتو څخه ځانونه وژغورو؛ خو په دې شرط چې د وړ کسانو سره مو مشورې کړي وي. په قرآنکریم کې هم الله (ج) خپلو بندګانو ته د مشوره کولو امر کړی دی. دلته هغه (۶) ډوله کسان درپېژنو، چې د مشورې لپاره وړ نه دي او نه باید چې په لارښوونو یې عمل وکړئ:

 

۱. هغه څوک چې ستاسو پرمختګ نه شي لیدلی: په ټولنه کې ډول ډول خلک ژوند کوي، چې ځینې یې تل د نورو په پرمختګ کې د ځان پرمختګ ګوري او ویاړي پرې؛ خو بیا ځینې یې داسې وي، چې د نورو خلکو د پرمختګ په لیدو سره سترګې یې سوځي او د هغه لاسته راوړنې د ځان لپاره عیب بولي، نو ځکه نه غواړي چې نور خلک هم ترې مخکې شي.

 

د دې لپاره چې ښه او ګټورې مشورې ترلاسه کړئ، نو د لومړنۍ ډلې خلک ومومئ او په مینې سره خپلې تګلارې ورسره شریکې کړئ، ډاډه اوسئ چې هغوی به ښې مشورې درکوي؛ د دویمې ډلې خلکو سره هم بد چلند مه کوئ، د مشورې له آورېدو څخه یې وروسته په ورین تندي ترې مننه وکړئ، خو هېڅکله تګلارې یې مه څارئ.

 

۲. هغه څوک چې ستاسو د اړتیا وړ برخه کې تجربه ونلري: ډېری خلک داسې عادت لري، چې په یوه برخه کې هم نه غواړي چپ پاتې شي. کله چې کومه خبره یاده شي، له ځانه پکې مشورې وکوي؛ حال دا چې له هغه موضوع سره به په ټول ژوند کې مخ شوی نه وي او نه به په اړه یې کوم څه اورېدلي وي.

 

پام مو وي چې د دې ډول خلکو په ناسمو تګلارو و نه غولېږئ، له هغه څخه به مو یواځې خپل فکر ښې پایلې ولري، ځکه چې تاسو خو د هغه کار په اړه څه نا څه معلومات لرئ چې غواړئ ترسره یې کړئ.

 

۳. هغه څوک چې ستاسو خبرو ته غوږ نه نیسي او یواځې پخپله غږېږي: دا ډول خلک هم په ټولنه کې ډېر تر سترګو کیږي، چې یواځې خپلې خبرې ورته ښې ښکاري او تل له نورو خلکو څخه د غوږ نیولو غوښتنه لري.

 

کله چې له دې ډول خلکو سره مشوره وکړئ، هغوی ستاسو تګلارې هم په سمه توګه نه آوري او خپلو تفصیلاتو باندې پیل کوي. څوک چې ستاسو په تګلارو ځان نه وي پوه کړی، نو مشوره به د څه له مخې درکړي؟

 

۴. هغه څوک چې تل یواځې د ځان ګټې ورته اړینې وي: دې ډول خلکو ته په ټولنه کې ځانمن (خود خواه) ویل کیږي. ځانمن خلک تل د ځان د ګټو په اړه فکر کوي او له هرې لارې چې شونی وي، غواړي ځان ورته ورسوي. هغه ته دا توپیر نه کوي چې د ګټې په وړاندې به یې د بل چا زیان وي یا ګټه!

 

کېدای شي چې هغه تاسو ته داسې مشوره درکړي، چې ستاسو په زیان تمام شي او موخه یې خپل شخصي ګټې وي.

 

۵. هغه څوک چې ستاسو وضعیت په سمه توګه نه شي درک کولای: دا ډول خلک تاسو ته به داسې مشورې درکړي، چې ستاسو له وړتیا څخه پورته وي. دا ډول خلک ستاسو له وړتیاوو سره سم، مشورې نه شي درکولای.

 

تاسو باید داسې مشورې ترلاسه کړئ چې په هره برخه کې یې پوره وړتیا ولرئ او په شته و امکاناتو سره ورته ورسېدلای شئ.

 

۶. هغه څوک چې فکر یې، ستاسو له فکر سره په ټکر کې وي: دې ټکي ته باید ډېر پام وکړئ، ځینې خلک داسې وي چې ښه او نېک انسان وي، تاسو هم پرې ګران یئ، ستاسو ګټې او پرمختګ هم غواړي، ستاسو د اړتیا وړ برخه کې ښه تجربه هم لري، ځانمن هم نه وي او ښه اورېدونکی هم وي، خو فکر یې ستاسو له فکر سره په ټکر کې وي. څه چې تاسو غواړئ او غوره ګنئ، هغه ته ښه او غوره چاره نه برېښي.

 

کله چې ستاسو فکرونه سره ورته او همغږي نه وي، نو مشورې او تګلارې به یې څنګه ستاسو لپاره ګټورې وي؟

 

مخکې له دې چې د چا څخه مشوره وغواړئ، د نورو ځانګړنو ترڅنګ دې آخرنۍ ځانګړنې ته ډېر پام وکړئ او د مشوره ورکوونکي کس فکر په غور سره مطالعه کړئ.