له رنګه تور یم؛ فلم جوړونکي مې فلم کې نه اخلي

نوازالدین صدیقي د هندي سینما وتلی اداکار دی، چې په ډيرو فلمونو کې مخکښه او کامیابه اداکاري کړې ده.

ورسته له هغې، چې د هندي سینما یو فلم جوړونکي سنجي چوهان د نوازالدین په اړه وویل، چې هغه له رنګ تور دی او باید چې له توریانو سره کار وکړي، نوازالدین صدیقي هندي سینما په تبعیض تورنه کړه.

هغه وايي، چې دا دده په حق ظلم زیاتی دی، چې یو څوک دې د پوستکي په رنګ له فلم بهر شي.

نوموړی زیاتوي، چې اداکاران باید د استعداد په پام کې نیولو سره په فلمونو کې واخستل شي، نه هم د رنګ او کوم بل فکټور.

نوازالدین زیاتوي، چې تل ورته خپل تور رنګ مشکل جوړ کړی. هغه وړاندې وايي، خلک ورسره ځکه توپیري چلند کوي، چې دې له یو کوچني کلي راغلی، ځکه چې دې یو عاجز بنده دی.

نوازالدین صدیقي په ګڼو فلمونو کې کار کړی. د هغه وروستی فلم مور mom او له هغې وروسته يې د ټایګر شروف سره په مونا مایکل فلم کې کار وکړ، چې د جولای په ۲۱ مه خپور شو.