له روژې مخکې دې بايد دا کارونه کړي وي

ژباړه: رضوان الله حسن خیل

علمی او صحی برخه :

دوخت بی ترتیبی، سردردی، ستړتیا، تنبلی او ناراستی ټول هغه سلبي نښې دي چې د روژې په اوله ورځ يې مونږ ګورو او کیدای شی دروژی دمیاشتی تر پای پوری دوام وکړی، امکان لري ددغی حالاتو مهم سبب او لامل فزیکی حالت وی چې جسم یی د انسان پر اخلاقو او کړنو باندی دروژی پرمهال کوی، چې ددې په سبب دخپلو غلطو عاداتو څخه نه منع کیږي . دچای ، کافي او سګرټو په څکلو کې زیاتوالی او همداراز د ډوډۍ بی نظمي او زیاتوالی ټول هغه عادات دې چې د کال په اوږدو کی یې مونږ کو، او کیدای شي چې مونږ سره دروژی په میاشت کی هم ملګري وي. او مو هیر کړي وي چې دروژې پرمهال زمونږ دتنبلۍ اصلی لامل همدا دی.

لکه څنګه چې هرکال دروژی د راتګ لپاره ځان په ایماني او روحاني قوت سره سمبالوئ نو داهم زده کړئ چې ځان د روژې دراتګ لپاره څنګه بدني او عقلي توګه تیاروئ، ځان ورته ښه تکړه دهغو ټولو ناوړه او نقصاني صفاتو او عاداتو څخه وژغورئ چې ټول کال مو کړي .

د کافي په څکلو کې په کرار کرار کموالی راوله د اځکه چې دروژې پرمهال ددې مواد په مزاج او طبیعیت باندی اغیز کوي چې دسر دردۍ لامل ګړځي. لکه دمثال په ډول که چیری ته دورځې ۳ پیالې کافی یا شین چای څکی نو دا اندازه ۲ دوه کړه اود شعبان په میاشت کې یی یوه کړه او ددې پر ځای بل داسې مفید څښاک غوره کړه.

خپله ورځ دکافی او چای په څکلو سره مه پیل کوه ددی پرځای بل مفید څښاک غوره کړه.

که چیرې دسګریټ د څکلو عادي وې نو دروژی د راتګ نه مخکی په کرار کرار څکل کم کړه ځکه چی په دې کی موجود دنیکوتین مواد دکموالی په وجه دروژې پر مهال په مزاج باندی اغیز کوي او د سردردۍ لامل ګرځي.

د خپل توان او طاقت مطابق د کافی او سګریټو د څکلو د وختونو تر مینځ جداوالی پیداکړه.

په روژه کی خپل عبادت پوره کړه او دسګریټو د پریښودلو عزم اونیت وکړه

په خپلو عاداتو کې روژې ته نزدیوالی وکړه او خپل د هاضمی سیستم د روژې د پاره په خوراک او څښاک کې برابر کړه او د شعبان په میاشت کی څو روژی ونیسه.

د ماخوستن لمونځ نه وروسته متصل به وخت ويده شه او دا کوشش وکړه چې د پېشمني نه مخکی لږ تر لږه یو ساعت مخکی راپاڅیږی .

په پېشمني کې اسان خوراک وکړه حتی که ته دروژی نیت نه لری دا تاته دسبا ناری )دسهار ناشته( په وروسته والی او تاخیر کی مرسته کوی . نو له دی کبله به ستا معده په وروسته وخت کی په کار شروع کولو سره عادت شی او دروژی په اول وخت کی به د تندې او لوږی نه محفوظ وی.

د ماخوستن ډوډۍ د خپل استطاعت پوری وروسته کړه که چیری دسهار لمونځ نه مخکی دراپاڅیدو اراده نه لری تردې چی د خوب نه تقریبا یو ساعت مخکی وي .

له روژی مخکې د غاښونو او خولی د مشکلاتو علاج وکړه.

د هاضمی سیستم او معدی پوری تړلی ناروغیو علاج دروژی د پيل نه مخکی وکړه .

که چیری دوامدار مریض وی او یاکومه دوایی استعمالوی نو دروژی نه مخکی ډاکټر ته لاړشه او خپل مشکل حل کړه.

والسلام