له زده کړو او خبرتياوو سره د تبليغ پرتله

ژباړن: ذبيح الله رحيمزى

دویمه برخه

د تبليغ Propaganda په مفهوم د پوره پوهېدو لپاره لازمه ده چې د دې دوو ورته پدېدو زده کړه او خبرتيا سره پرتله کړو:

الف: زده کړه

زده کړه  هم د تبليغ په څېر يو فکري او معنوي اقدام دی چې د انسان په سلوک د اغېز لپاره رامنځته کېږي يا پېښېږي او د دواړو موخه د روحياتو او ټولنيزو روحياتو تغير دی، په ځانګړې توګه زده کړه د کوچنيانو لپاره او تبليغ د لويانو لپاره دي.

ښوونه په عيني حال کې د تبليغ يو ډول دی، نو په همدې سبب بې پرېښوونه او روزنه په ستونزمنه توګه تر لاسه کېدلای شي. همدارنګه ممکن تبليغ ښوونيزه بڼه، يا اړخ هم ولري. همدې ته په کتو دواړه يوه موخه څاري، د وګړو چلند او د باور تر لاسه کول او د باورونو تغييرول دي.

په داسې حال کې چې زده کړه په ځانګړې توګه د کوچنيانو لپاره وي او تبليغ د لويانو لپاره، مګر اصلي توپير د ښوونې او روزنې د مخاطبينو په عمر( سن) کې نه دی، بلکې د دې دواړو په رېښتينو موخو کې خبره نغښتې. د ښوونې او روزنې د ډلې مشران هڅه کوي، چې انسانان په کوچنيوالي کې وروزي او انظباطي اصولو سره يې اموخته کړي، کله چې لوي شي، څو وتوانېږي خپل ژوند په يوازېتوب سره اداره کړي او خپل فردي او ټولنيز مسوؤليتونه په غاړه واخلي.

زده کړه د وخت له اړخه اوږده لاره او دا چې په تدرېجي ډول په مخ ځي، نو د اغېزې له پلوه يې هم کار ژور وي.

 

تبليغ د زده کړې  بر عکس، ډېر پام په ټولنيزه ښوونه وي. د اعتيقاداتو د جلبولو او افکارو بدلولو ته يې ډېر پام وي؛ نو د همدې لپاره موقتي او برسېرنې وي. په همدې اساس تبليغ د ټولنيزو افکارو د جوړولو پر ځاي، ډېر زيات د ذهنونو په بدلولو لاس پورې کوي.

ب: خبرول (خبرتيا)

تبليغ د غير سياسي فعاليت (سوداګريزو خبرتياوو چې اقتصادي اړخ لري) سره هم اړيکې لري. سوداګريزه خبرتيا هم د تبليغ هماغه موخه تعقيبوي او د انساني سلکونو ساتنې ته پاملرنه کوي. په سوداګريزو خبرتياوو کې د بېلابېلو اعلاناتو په وسيله وګړي د يو معلومې مالي موخې پورې پام راګرځول غواړي. د دې اعلاناتو په تکرار سره د انسانانو غوږونه او سترګې د يو سوداګريز محصول د نوم سره اشنا کېږي او په کراره ــ کراره تر دې پورې ور سره عادت کېږي لکه، کله چې يو پلورنځي ته ننوځي، بې اختياره هغه توکي چې په اعلان کې ليدلي، يا يې په اړه اورېدلي پېري.

سوداګريز تبليغات د انتفاعي تکتيکونو ټولګه ده چې د اقتصادي موسساتو له لورې د اخېستونکو د جلبولو او ساتلو لپاره تر سره کېږي،له دې مخې د خبرتيا او تبليغ موخې سره متفاوتې دي، مګر د چارو تکتيک يې سره يو بل ته نېږدې دی او که چيرې خبرتيا او تبليغ د يو د بل پر وړاندې وڅېړو، دا ورته والی به  په پوره ډول ښکاره شي.

د سوداګريزو چارو خبرتياوو برنامې غالباً د سياسي تبليغاتو برنامو ته ورته دي او د دواړو د اټکلونو مطالعې او له وړاندې د سريزو په اماده کولو سره سرته رسېږي.

سوداګريز اعلانونه او نښانونه چې په خبرتياوو کې ترې ګټه اخېستل کېږي د ګوندونو او سياسي ټولنو د نښانونو او نښوپه څېر دي او زياتره تبليغاتو کې همدې علامو ته په اشارې سره ټاکلې موخې ته رسېږي. د شعارونو ډولونه، لارښوونې، ډالۍ، هڅونې چې په سوداګريزو خبرتياوو او سياسي تبليغاتو په خبرونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، په عمل کې هم سره دومره نېږدې شوي چې په زياتره مواردو کې د سوداګريزو خبرتياوو او د سياسي تبليغاتو فعاليتونه بېلول ستونزمن وي.

د تبليغاتو په برخه کې سوداګريز او سياسي فعاليتونو په يو شمېر هېوادونو کې يو اړخېزه شوي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د سياسي ګوند سيال پر وړاندې تبليغاتي نمايشات په لار اچوي او د سوداګريزو محصولاتو بېلابېل ډولونه، د سلګونو سينمايي ستورو او لويو قهرمانانو او د سياحينو په مټ نندارې ته وړاندې کوي. سياسي تبليغاتو د سوداګريزو خبرتياوو د پرمختګ په اغېز نظريي او تجربوي جنبه له لاسه ورکړې او په يو نوي تکتيک بدل شوی چې د خبري وسايلو په ګټه اخيستنې اوعمومي افکارو په خپلولو سره کولای شي يووالي او ټولنېزه همغږي رامنځته کړي او وګړي په يو فکر، يا د يو تن په فکر راټول کړي او لازم وخت کې د هغوی د روحيې ملاتړ او عملي فعاليتونو ګټه پورته کړي.