له شخصیت سره د وینې تړاو!

د ارواپوهنې او روغتیا په برخو کې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې د انسان شخصیت د هغه د وینې له ګروپ سره تړاو لري. څیړنو ښودلې چې د وینې د یو ډول ګروپ خاوندان په ډیرو صفاتو، ځانګړو، خویونو او عاداتو کې ورته والی او مشابهت لري.

۱:د (O+ او O-) ګروپ وینه:
د دې ګروپ (مثبت یا منفي) وینې درلودونکو کسانو مهم صفتونه سخاوت او قیادت بلل کیږي. تعامل ورسره اسانه او بې تکلفه وي، په ژوندانه کې نشیط او منظم خلک وي، په لوړ همت د خپل هدف د ترلاسه کولو کوښښ کوي که څه هم دا کار ورته په هر قیمت تمامیږي. مثبت فکر لري، د هیچا څخه د مرستې او کومک غوښتنه نه کوي، هیښوونکي واقعات خوند ورکوي.

د دې ډول وینې درلودونکي کسان د ثبات او استقامت خاوندان وي.
د ظاهري شکل او لباس ښه ساتلو ته تر اندازې زیاته توجه کوي، د ښایسته غږ او اواز درلودونکي او د نري زړه خاوندان وي، په ټولو چارو کې همیشه ګذشت ته ترجیح ورکوي، بدي ژر هیروي او هیچا ته په زړه کې کینه نه ساتي، آن د مایوسۍ او نا امیدۍ په وخت کې يې هم موسکا په شونډو غوړیدلي وي.

۲:د (A+ او A-) ګروپ وینه:
د دې ګروپ وینې درلودونکي کسان ټینګ او کلک شخصیتونه وي، همیشه په واقعي شیانو باندې ترکیز کوي، هر شی د عقل په تله کې تلي او د عقل پر اساس هر ګام اوچتوي، د هر کار عملي نتایجو ته ګوري او احساساتي چلند نه کوي، خو کله کله یې عقل پر عاطفې غالب شي.

د (B+ او -ګروپ وینه:
د دې وینې خاوندان په نوښتګرو او مبتکرو شخصیتونو پیژند کیږي، په هر کار کې خپلواکي او استقلال غواړي، هیڅکله دا نه خوښوي چې څوک پرې انتقاد وکړي، په ځان باندې د ویاړ او افتخار احساس لري، په ډیر لوړ همت د مقصد د ترلاسه کولو کوښښ کوي، خو د ځان لپاره مشرتوب او زعامت نه خوښوي.

د دې وینې درلودونکي کسان رومانتیک (مینه ناک)، عاطفي او نرم مزاج لري، زیاتې خو ساده او بسیطې هیلې او امیدونه لري. کله ناکله د بل چا نظر ته اهمیت نه ورکوي.

د (AB+ او AB-) ګروپ وینه:
د دې ګروپ وینې څښتان په بخل او اجتماعي ژوند سره پیژند کیږي. خیالي شخصیت لري، د خیالونو په دنیا کې ژوند کولو سره مینه لري خو ځمکني واقعیتونه هم له پامه نه غورزوي.
اجتماعي مزاج او شخصیت لري، په اجتماعي ژوند کې صداقت او امانت خوښوي، د شعر، ادبیاتو او هنر په برخه کې کامیاب شخصیت وي، کارونه په سرعت سرته رسوي، خو په مهمو فیصلو کې متردد او دوه زړي وي، همدا علت دی چې کله ناکله ډیر لوی چانسونه د لاسه ورکوي. د غلي مزاج خاوند دی، که څه هم اجتماعي شخص دی خو په کور کې کیناستل یې خوښیږي