له طالبانو سره هوکړه کې امریکا یو شمېر اهداف تر لاسه کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیزاد ویلي، د سولې په تړاو له وسله والو طالبانو سره د امریکا په هوکړه کې یو شمیر اهداف تر لاسه شوي دي.

هغه د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي، پدغه هوکړه کې وسله والو طالبانو هغه ژمنې وکړې چې تر دې پخوا ورته چمتو نه وه.

د خلیلزاد په وینا له القاعده ډلې سره د اړیکو پرېکول ، هغه تروریستي ډلو ته ځای نه ورکول چې د امریکا ګټو او امنیت ته ګواښ پېښوي او د تاوتریخوالي کمول هغه اهداف دي، چې له وسله والو طالبانو سره په هوکړه کې پرې موافقه شوې ده.

هغه زیاتوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلول او اوربند لپاره د یوې مناسبې سیاسي تګلارې لپاره د وسله والو طالبانو چمتو کول د دغې هوکړې نور مهم اړخونه دې، چې د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې رواني دي.

داپه داسې حال کې ده، چې زلمی خلیلزاد له افغان سیاسي مشرانو سره لا هم د سولې په تړاو پر کتنو او بحثونو بوخت دی .