له عادي وينا څخه تر شاعرانه وينا پورې

لیکوال : ضیاءالرحمن حسرت

دا هر چا ته څرګنده ده، چې شاعرانه وینا تر عادي وینا بېله ده؛ خو دا بېلوالی چېرته دی؟دا خبره د بحث وړ ده،ځيني دشاعرانه کلام او عادي کلام ترمنځ د بېلوالي کرښه خیال پنځول یا د کلام خیالي کول بولي،ځیني بیا وایي چې شاعرانه کلام او عادي کلام په موزونوالي او مقفی والي کې توپیر لري؛ خو ځيني نور بیا په معنوي یا داخلي لريوالي کې دا دواړه ویناوې سره بېلوي،په هر حال دومره ویلی شو، چې شعري کلام دعادي کلام په پرتله یو متنوع او لوړ بیان دی.

داچې د شعر برتري او لوړوالی په څه کې دی او چېرته ،ولې،څه ډول رامنځته کېږي؟دا یو بحث غواړي.

لومړی لازمه ده، چې عادي کلام وپېژنو، انسانان د خپلو اړتیاوو پربنسټ ډول ډول خبرې کوي او د خبرو اترو لپاره ډول ډول بڼې او طرزونه غوره کوي او دا د ژبې ځانګړنه ده، چې د یو مفهوم د لېږد لپاره باید تر یوې بڼې، د بیان کولو ډېرې نورې بڼې هم ولري. لکه د یو انسان د مرګ په اړه کولی شو په لاندې توګه خبر ورکړو:

۱- مړ شو۲- په حق ورسېد۳- ووژل شو۴- له منځه لاړ۵-  د مرګ پر مورګو واوښت۶-  د تل لپاره یې خدای پاماني واخیسته۷- موږ یې یوازې پرېښودو۸- په ناتمام سفر لاړ.۹- په تل پاتې خوب ویده شو.

۱۰- په دنیا د مېړنیو وي دا دوه کاره — یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

او که د مړي مرګ خلکو ته د خوښۍ باعث شي؛ نو کېدای شي دا ډول یې خبر خپور شي:

۱- د الله حساب او کتاب ته ورغی۲- د دوزخ خاشاک شو۳- شر یې لږ شو۴- خلک یې له غمه خلاص شول۵- د ځمکې له مخه ورک شو.

پورتني ټول عبارتونه د یوې واحدې خبرې واقعیت بیانوي او عاطفي تاثر یې یو ډول نه دی، د همدې توپیر له مخې بېلابېل سبکونه هم رامنځته کېږي او هر عبارت ځانته بڼه او تاثیر لري، هر څومره چې له لومړۍ جملې تر وروستۍ جملې ځو؛ نو د کلام عاطفه ډېرېږي او ددې تر څنګ زموږ وینا عاطفي کېږي او یو خاص اهنګ او موسیقیت پیدا کوي، چې پر اورېدونکي یا لوستونکي هم اغېز ښندي حتی د همدې خبر د خپرولو لپاره مو یو بیت هم انتخاب کړ او همدا بیت موږ ته زموږ پیغام په ښه شان سره لېږدوي، دا ډول له لسم عبارت څخه وروسته نور عبارتونه حتی د یو چا پر مړینه باندې خوښي څرګندول ښیي.

په پورتنیو عبارتونو کې یو شمېر داسې دي، چې پیغام د یوه خبر په توګه په عادي ډول وړاندې کوي؛ خو ځیني یې بیا داسې دي چې د ویونکي له عاطفي او روحي حالت څخه ترجماني کوي، په دې عبارتونو کې یو شمېر داسې دي، چې په ډاګه د یو چا د مړینې خبر خپروي؛ خو نور یې داسې راغلي، چې ظاهراً د مړي هویت او پېژندنه نه وړاندې کوي؛ خو داخلي هویت یې په واقعي ډول څرګندوي او پټ واقعیتونه رابرسېره کوي. په پورتنیو عبارتونو کې یوه کې راغلي، چې ((د مرګ پر مورګو واوښت)) په دې عبارت کې ویونکی او اورېدونکی سره یو توافق لري، چې دلته پر مورګو واوښت څخه اصلي معنی وانه خلي بلکې وضعي او شاعرانه معنی ترې واخلي، چې هغه مړه کېدل دي؛ نو له همدې امله دوی دا وینا د شاعرانه استدلال او منطق له مخې له عادي وینا څخه بېلوي، په حقیقت کې موږ له همدې ځایه شاعرانه بیان ته ننوځو.

خبرې لنډې لنډې وکړه

د لارې سر دی څوک به ځي څوک به راځینه

دلته نوموړې مصرع د یوې عادي وینا پرځای شاعرانه وینا لېږدوي. موږ کولی شو، چې په عادي وینا کې ووایو ((خبرې زر زر کوه چې خلک ځي، راځي)) اما همدا وینا مو شاعرانه کړې ده او یو تاثر مو په کې پیداکړی دی.

کله چې کلام د شعر خوا ته ځي؛ نو نه یوازې د کلیماتو کارول او د پاملرنې میتود فرق کوي، بلکې د خبرو منطق هم مختلفې بڼې پیداکوي او ویونکی دا ډول خبرې کوي، چې په منطقي استدلال سره د اثبات وړ نه وي؛ خو د شاعرانه استدلال او منطق له مخې په عین حال کې خپله اغېزه ښندي.

د دې لپاره چې انساني ټولنه یوه لوړه او ښکلې خبره د شعر په نامه وپېژني، له هغې خبرې دا ډول غوښتنې لري:

۱- د ویلو منطق یې د عادي منطق سره توپیر ولري.

۲- په هغه کې مختلف ژبني چوکاټونه کارول شوي وي.

۳- په هغه خبره کې مختلف تناسبات حس شي.

۴- هغه باید یوه منظمه خبره وي، چې خپل لوستونکی تر ادبي اغېز لاندې راولي.

۵- ویونکی باید د هغې خبرې له ویلو څخه ځانګړې موخه ولري.

د پورتنیو مواردو، استدلال او شننو له مخې موږ کولی شو یوه عادي وینا د یوې مخیلې یا شاعرانه وینا سره توپیر کړو او د دواړو ترمنځ د بېلوالي برید وپېژنو.

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه