له غزني ننګرهار ته یو شمېر ځوانان پر بایسکل د سولې له پیغام سره راورسېدل

د غزني ولايت څخه لس تنو ځوانانو د بايسکل په ځغلولو سره د ميدان وردګو، کابل او لغمان ولايتونو وروسته ننګرهار ته د سولې او دوستۍ په نوم د پيغام په را لېږدولو دې ولايت ته نن سهار را ورسيدل.

د ننګرهار والي شاه محمد میاځېل له یادو ځوانانو سره ولایت مقام کې ولیدل او له دوی یې مننه وکړه، چې د سولې او دوستۍ پيغام په لېږدولو يې له غزني ولايت څخه ننګرهار ته سفر وکړ.

نوموړي زياته کړه، په اوسنيو حالاتو کې اړتيا ده، چې د سولې او ثبات ترلاسه کولو او فکري تغير په موخه د ولايتونو په کچه له يو ولايت څخه بل ولايت او د ولسواليو په کچه له يوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته د فکري ځوانانو سفرونه تر سره شي.

د غزني ولايت څخه د بايسکل په ځغلولو سره د سولې او دوستۍ پيغام را ليږدونکو ډلګۍ مشر سميع وويل، چې له ياد ولايت څخه يې د لس تنو ځوانانو په ملتيا د بايسکل په ځغلولو ميدان وردګ، کابل، لغمان او دا مهال ننګرهار ته د سلګونه کيلومتره مزل په طی کولو سره د دوستۍ او سولې په نوم پيغامونه را وليږدول.

نوموړي زياته کړه، غواړي په افغانستان کې سرتاسري سوله او ثبات رامنځته شي او په همدې موخه؛ که ور سره مرسته وشي د هېواد بېلابېلو ولايتونو او ان بهرنيو هېوادونو ته به د پيغام لېږد په موخه سفرونه وکړي.