له لس ډول خلکو څخه لرې اوسه!

ژباړه: فضل باري مشفق

 

لومړی: هغه انسان چې په زړه کې يې د الله (ج) ويره نه وي له دغه ډول انسان څخه لرې اوسه، ځکه چې دغه ډول خلک هر څه کولای شي.

دوهم: له منافق انسان څخه هم لرې اوسئ، ځکه چې هغه د خپل منافقت له مخې ستا خپلوان او دوستان ستا دښمنان کولای شي او هيڅکله تاسره په صداقت دوستي نه شي کولای

دريم: مطلبي انسان هيڅکله ستا دوست کېدلای نشي، کله چې له تا څخه د هغه مطلب پوره شو نو هغه د خپل مطلب د ترلاسه کولو له پاره ستا د دښمن دوست کېدلای هم شي.

څلورم: د نارينه وو له پاره د ښځو مجلس ښه نه وي او له بې حيا ښځو څخه خو بيخي لرې اوسه، داسې وخت به راشي چې هغه به دې په ډک مجلس کې رسوا او شرمنده کړي.

پنځم: خوشامد او غوړه مال انسان هيڅکله ستا ملګری او راز دار کېدلای نشي، خوشامد او غوړه مال انسان ستا دنيا او اخرت دواړه بربادولای شي.

شپږم: د ډېرو خوږو خوږو خبرو کوونکی انسان هم په باطن کې داسې نه وي، څنګه چې په ظاهره معلوميږي، له دغه ډول انسانانو سره هم محتاط اوسېدل په کار دي.

اووم: په هره خبره قسم کوونکی يا ډېر قسم کوونکی انسان هم دروغجن وي، ددغه ډول انسانانو په خبرو باور مه کوئ، دغه ډول خلک ډېر خطرناک او مضر ثابت شوي دي.

اتم: جاهل انسان يوازې نالوستی نه وي، مګر نن سبا په لوستو انسانانو کې هم ډېر جاهل شته (چې په حق پوهه نه وي او باطل د حق په توګه معرفي کوي) جاهل انسان د الله (ج) قهر وي او جاهلان هرڅه کولای شي.

نهم: متعصب انسان که څه هم په ظاهره ډير خاموش او کرار وي، مګر د هغه په زړه کې نورو ته د حسد او تعصب لمبې بلېږي چې په خاموشۍ او کرار سره په خلکو سخت وار کوي.

لسم: خپل دښمن هيڅکله هم کمزوری مه ګڼه، که دښمن کمزوری وي که زورور خو که هر کله ورته موقع په لاس ورغله، تا ته د پوره زیان رسولو هڅه کوي.