له ليکنې مخکې مطالعه وکړه!

يو چا ويلي: په ليکنه کې نوښت، مطالعې ته هېڅ اړتيا نه لري. دا نو د هغه ناپوه خبره ده چې د ليکوالۍ او مطلعې په اړه يې معلومات صفر دي. څوک چې په کوم فن کې ژور نه وي، په اړه يې ډېرې هېښوونکې خبرې کوي. بايد وويل شي چې ليکوالي او مطالعه سره جوړه دي او څوک چې نوښت پېژني، پوهيږي چې ليکوالي او مطالعه سره نه جلا کيږي.

زه خو شخصا داسې ليکوال، مفکر او اديب نه پېژنم چې له مطالعې پرته يې د ليکوالۍ د اسمان ستوری ځلېدلی وي. که ووايو، مطالعه يې د قلمونو معنوي پلار ګڼل کيږي، بې ځايه به نه وي. زه که د هغو نوښتګرو نومونه کتار کړم چې کتاب به يې له ځانه نه جلا کاوه، نو خبره به اوږده شي. يوازې يوه بېلګه به يې ووايم.

توفيق الحکيم په «زهرة العمر» ۹۹ مخ کې وايي:

د سبک د پلټلو لپاره مې يو امبار عربي او غربي علمي او ادبي دواير المعارف لوستي. ورپسې وايي: د ډېرو ملتونو ادبيات، فلسفې او فنون مې ژور ولوستل، ما ځان ته د دې اجازه نه ورکوله چې د معرفت کوم اړخ دې له ما پاتې شي، ځکه زما په عقيده زموږ د وخت اديب بايد دايرة المعارفي پوهه ولري، ځکه مې کوښښ کاوه چې د عبقري انسانيت پنځونې ولولم!

ربيع وايي: دې خبرې ته غوږ شه چې «اديب بايد دايرة المعارفي پوهه ولري» او د لار ورکي جاهل‌زوی هغې خبرې سره يې پرتله کړه چې د ليکنې پيل کې مې رانقل کړه.