له ماتې وروسته د بریا لټون څنګه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو حالتونو سره مخ کېږي. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، بریا، ناکامي او ورته نور مسایل د انسان له ژوند سره تړلي دي. له همدې امله خو ویل کېږي، چې انساني ژوند د اضدادو ټولګه ده. پر دې ټول پوهېږو، چې شپه حتمي سبا کېدونکې ده؛ نو دا هم مه هېروئ، چې ناکامي همېشه نه وي. که لاس په کار شو خپله بریا تضمینولای شو. په دې لیکنه پر همدې خبرې شوي، چې پر ماتې څنګه برلاسي شو.

پر ماتې څنګه برلاسي شو؟

ناکامي د ژوند په هره برخه کې تجربه کېدای شي. په کاروبار، مینه، کورنيو اړيکو او ورته نورو برخو کې د ماتې تجربه کول زموږ او ستاسو له ژوند سره تړلې مسئله ده. دا ناکامۍ رښتيا هم دردونکي وي او د انسان ذهني سکون له منځه وړي؛ خو ښه خبره دا ده، چي روانپوهان پر ماتې د برلاسه کېدو اړوند ځینې لارښوونې لري. هڅه وکړئ، دا لارښوونې عملي کړئ، ترڅو بېرته د ژوند له شېبو خوند واخلئ.

لومړی| ویې ومنئ!

اکثره انسانان خپله ناکامي نه مني او په دې توګه ځان ځوروي. دا ډله خلک ځان ته غولوونکې تسلي ورکوي. کېږي، و به شي او … نور الفاظ کاروي او يا هم خیالي حللارې لټوي. لنډه دا چې دوی خپل ځانته دروغ وايي. حال دا چي انسان باید له هر څه وړاندې خپل ځان ته رښتوني اوسي. له دې خبرو څخه زموږ موخه دا نه ده، چې تاسو دې هڅه مه کوئ. خو هېڅکله ناممکن څيزونه، کېدونکي مه بولئ او خپل وخت مه ضایع کوئ. که تاسو په دې ډله کې یئ، نو باید دا عادت پرېږئ. کله چې د مرګ هومره تریخ حقیقت منلای شو، نو ایا د ژوند ماتې نه شو منلای؟

ددې چارې ګټه دا ده، چې له ځان ځورونې خلاصېږو، د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کېږي او همدارنګه د خپل ژوند نورو مهمو چارو ته مو فکر اوړي. حقیقتونه که هر څومره تریخ هم وي ویئ ومنئ؛ په دې کې مو خیر دی.

دویم| یو درس او نوی فرصت یې وګڼئ! 

زه همېشه وایم، چې ژوند له پیله تر پایه ټول درس دی. خپلوۍ، اړیکې، بریا، ناکامي او … هر څه یو درس راکوي. که تاسو له ماتې سره مخ کېږئ، نو دا یو درس وګڼئ، په دې معنا چې راتلونکي کې به له ورته خطر څخه محفوظ یئ. همدارنګه هغه ټول عوامل پېژندلای شئ، چې ستاسو د ماتې سبب کېږي. په داسې حال کې چې پخوا یې په اړه نه پوهېدئ؛ خو همدې ماتې خپلې غلطیانې، ناسمې پرېکړې او وړاندوینې در وښودلې. ددې ترڅنګ تاسو د یو کار پای ته رسېږئ او د نوي پیل موقع او فرصت ترلاسه کوئ.

درېيم| پر ځان د “ناکم شخص” ټاپه مه لګوئ!

دا د انسانانو ځانګړنه ده، چې له ماتې وروسته ځانته د یو ناکام او بېکاره شخص په توګه ګوري؛ خو دا هېروي چې انسانان له اشتباهاتو خلاص نه دي. آن پيغمبرانو هم د خپل ژوند په اوږدو کې اشتباهات کړي دي. نو زموږ په څېر عادي اشخاص کله له دې قاعدې څخه مستثنی کيدای شي؟

که تاسو له ماتې وروسته ځانته د یو ناکام شخص خطاب کوئ دا په دې معنا چې په لوی لاس خپله وړتيا او انرژي ننګوئ. دا کړنه ستاسو د ارادې د کمزورۍ سبب کېږي او له رواني ستونزو سره مو مخ کوي.

هڅه وکړئ د نورو ايډيال اشخاصو د ژوند لوړې ژورې ولولئ، چې تسلیم شوي نه دي او خپله ماضي یې خپلې راتلونکې ته ګوته په غاښ (حيرانه) کړې ده.

څلورم| له نورو سره ځان مه پرتله کوئ!

د روانپوهانو له نظره له نورو سره د خپل ځان پرتله کول یو غیرمناسب کار دی او د انسان د ذهني شکنجې سبب کېږي. ممکن له ماتې وروسته تاسو د هغو کسانو په اړه ډېر فکر وکړئ، چې بریالي شوي دي؛ خو هېڅکله په دې فکر نه کوئ، چې هغوی څومره ستونزې ګاللي دي. د بل د ژوند ننداره داسې وي، لکه د غره له سره د ښار لیدل. هېڅ شور به یې نه اورئ؛ مګر که نږدې ورشئ له شوره ډک ښار به ووینئ. همداسې د هر چا ژوند موږ ته بېغمه ښکاري؛ خو اکثرا خبره برعکس وي. نو د نورو د بریا په لیدلو مه ځورېږئ او مه هم خپله ناکامي ورسره پرتله کوئ. همدا وخت د خپل ځان او شخصیت پر جوړونې ولګوئ.

پنځم| خپلې غلطيانې وپېژنئ!

له دې پورته لارښوونو سره ـ سره د خپل تېر هدف د ترلاسه کولو په لړ کې مو چې کومې غلطیانې کړي وي وپېژنئ. ددې کار ګټه دا ده، چې په بل پلان کې له یادو اشتباهاتو ژغورل کېږئ. مګر مه هېروئ، چې په دې اړه ډېر سوچ مو ممکن اراده کمزورې کړي. نو هڅه وکړئ خپلې غلطیانې ژر وپېژنئ، تحلیل یې کړئ او په قوي عظم سره یو نوی پیل وکړئ.

پښتانه څه ښه وایي، “چې سر ژوندی وي خولۍ ډېرې!”