له ماشومانو سره دوه ویشت زرین چلندونه

ځینې چلندونه، چې والدین باید د خپلو اولادونو په اړه هغو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

۱ ـــ خپل ماشوم په بد نوم مه یادوئ .

۲ ـــ له نورو ماشومانو سره یې مه پرتله کوئ .

۳ ـــ د هغه د توان او وړتیا له کچې څخه لوړې هیلې ترې مه لرئ .

۴ ـــ د خپل ماشوم د طبیعت په اړه، ناسمه او بېځایه پرېکړه مه کوئ .

۵ ـــ د خپل ماشوم له ډېر زیات ملاتړ څخه ډډه وکړئ .

۶ ـــ د هغه پر ځای تصمیم مه نیسئ او د هغه پرځای یې ستونزې مه حلوئ .

۷ ـــ د زړه خوږي له احساس او ملاتړیز ښکېلتابه څخه ډډه وکړئ .

۸ ـــ د نورو په وړاندې، په ځانګړې توګه د همزولو په وړاندې یې له رټلو څخه ډډه وکړئ.

۹ ـــ د خپل ماشوم ټولې غوښتنې او هیلې مه ور پوره کوئ .

۱۰ ـــ د امکان تر بریده بدني سزا مه ورکوئ .

۱۱ ـــ له رټونکو او سپکو کلیمو څخه ډډه وکړئ .

۱۲ ـــ د غچ اخیستنې او کینې حس مه ورکوئ .

۱۳ ـــ د ماشوم په وړاندې د ښوونځي په قوانینو باندې ملنډې مه وهئ .

۱۴ ـــ د ماشوم عاطفي ستونزې، د هغه په وړاندې مه بیانوئ .

۱۵ ـــ له هغو ډالیو څخه چې بډیز او د باج غوښتنې اړخ ولري، په کلکه ډډه وکړئ .

۱۶ ـــ په ځانګړې توګه په جنسي مسایلو کې د ژر رسېدونکو او ځنډ رسېدونکو موضوعاتو په اړه ماشومانو ته معلومات مه ورکوئ او هغوی مه روزئ .

۱۷ ـــ د ماشومانو د اړتیاوو له ځپلو څخه په کلکه ډډه وکړئ .

۱۸ ـــ له خپلو ټولو اولادونو سره یو شان چلند مه کوئ او دغه راز یو شان هیله مه لرئ .

۱۹ ـــ د خپل ماشوم په وړاندې له خپلې مېرمنې سره شخړه او جګړه مه کوئ .

۲۰ ـــ له ماشوم سره په درسونو کې یې تل مرسته مه کوئ .

۲۱ ـــ د هغه د ځانګړو استعدادونو او وړتیاوو په پیاوړي کولو او لوري ورکولو کې له مهال وېش څخه ډډه وکړئ .

۲۲ ـــ ماشوم ته مه وایئ، چې ډېرې خبرې مه کوه .

ژباړن : عطا محمد میاخېل