“له ما ولې دا پوښتنه کوئ؟ له رنویر او رنبیر يې وکړئ”

د هندي سینما وتلې ستورې سونم کپور وايي، چې رسنۍ همیشه د نجونو د واده نه کولو پوښتنه کوي، خو له رنبیر کپور او رنویر سنګ هیچا هم پوښتنه ونه کړه، چې هغوی ولې واده نه کوي.

نوموړې د رسنیو سره په خبرو کې رسنۍ ګرمې وبللې، چې همیشه د نجونو او د بالیووډ د سرلارو ښځینه اداکارانو د شخصي ژوند په اړه ډير خبرونه خپروي؛ خو نارینه اداکاران يې بیا له یاده ویستلي.

کپور وايي، چې خلک همیشه له دې د واده پوښتنه کوي؛ خو د رنبیر کپور او رنویر سنګ په اړه څوک پوښتنه نه کوي؟

سونم زیاتوي، “زه د شخصي ژوند په اړه هر کله غږیدلای شم، خو زما په ژوند کې یو بل څوک شریک دی، د هغه لپاره نه غږیږم، ځکه هغه ته احترام لرم.”

ویل کیږي، سونم کپور د انند اهجو سره واده کوي، خو دوې ته نژدې سرچینو په دې اړه کومه تبصیره نه ده کړې.

سونم کپور به په نژدې راتلونکې کې د رنبیر کپور سره د سنجي دت په ژوند جوړیدونکي فلم کې راښکاره شي.