له مرګه مخکې وصيت نامه

لیکوال: پوهنیار سیداصغر هاشمي

د نړۍ ټولو متقابلو شیانو پیدايښت کې د الله تعالی حکمتونه پراته دي، او د ژوند هر پړاو او هره واقعه بېلا بېل خوندونه لري، شپه که د استراحت لپاره ښه وخت دی، نو ورځ بیا د کار او هلو ځلو لپاره.

د ژوند و مرګ په فلسفه کې ډېر خلک ژوند ته خوشحاله او مرګ ته خفه کېږي، خو د دې فلسفې پلویان په دې فکر دي، چې د انسان مرګ یې انتها او انجام نه دی، بلکې اغاز یې دی، که د الله تعالی په خوښه یو انسان جنت ته لاړ شي، نو حقیقي ژوند هلته پیل کېږي، خو که یو انسان ژوندی او هره لحظه پر منکراتو اخته وي، نو د ده لپاره له ژونده مرګ بهتر دی، نو له همدې امله شکر دی چې مرګ شته.

زما د پيدايښت له لومړۍ ورځې راسره مرګ پيدا شو، خو د تقدیر په فلسفه کې تر اوسه ژوندی یم، خو که چېرې الله تعالی رانه هر وخت روح واخلي، ورته خوشحاله یم. مرګ ته د دې لپاره خوشحاله نه یم چې خدای مه کړه پر منکراتو اخته یم. مرګ د انسان هغه انجام دی، چې د دایمي ژوند اغاز ترې پیلېږي.

زه د دې ځای یم، خو د دې ځای د اوسېدونکي احساس نه لرم، نه راته خپل حق راکړل شو او نه مې دوی ته خپل حق ورکړ. د دې ځای د ډېرو خلکو نه خوښېږم، ډېر وخت مې غیبت کوي، په بد نوم مې یادوي. زه؛ ځکه پردی یم، چې زما کړه وړه او فکر له دوی سره توپير لري او کومه تقاضا چې دوی له ما او ما له دوی درلوده؛ نه پوره کېده، نوځکه زه د دوی نه خوښېدم.

زما په جنازه دې هغه څوک نه راځي، چې په ژوندون یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ځورولم، مسکینان، غریبان او دهقانان دې زما تابوت په اوږو کړي، زه د دوی د احسان پوروړی یم، د دهقان د لاس تڼاکې او زحمت و، چې ځمکې یې کرلې او ما یې د لاس غنم او بېلا بېلې مېوې خوړلې. چېرته چې ما درس ویلی، په کومو سرکونو چې زه له یوځایه بل ځای ته تللم، د غریب او بېچاره د خولو په برکت جوړ شوي وه.

زما په جنازه دې هرڅوک نه راځي؛ ځکه چې ډېر له دوی زما مرګ غوښته، مرګ یوازې د ساه او روح اخیستلو په معنا نه دی، یا مرګ یوازې هغه نه دی، چې په ټوپک مړ شي، دوی هره ورځ رواني مرګ راکاوه، هره ورځ یې په غیر مستقیم ډول وژلم.

زه د دوی نه یم، نه د دې ځای یم، نو ضرورت نه شته چې زما په مرګ راشي او یا افسوس وکړي، دا دود دې هېر کړي، چې په ژوند دې یو کس وځورول شي، خو له مرګ وروسته دې وستایل شي، له مرګ وروسته له ستاینې مخکې دا اړینه ده، چې په ژوندون یو کس ونه غندل شي.

دُعا تقدیر بدلوي، خو مخکې له دې چې دوی ماته دعا وکړي، باید د خودي او ځان پېژندنې په مفهوم پوه شي، کله چې د انسان ذات خراب وي، نو د داسې کس دُعا نه قبلیږي. زه د دوی دُعا ته محتاجه نه یم، زه د دوی صله رحمي نه غواړم، زه له دوی نه د خپلو ښو بدله نه غواړم، زما راز او نیاز له الله تعالی سره و، ما ټولو انسانانو ته خدمتونه د الله تعالی لپاره کړې دي او اجر یې هم له الله تعالی نه غواړم. ښار ته نږدې قبرستان کې مې خښ نه کړئ، نه غواړم چې د هغو انسانانو د پښو خاورې زما پر قبر کېني، چې له ما سره یې په دنیا کې د ښو پرځای بد کړې دي، دا هغه انسانان دي، چې خپلو همجنسو او ناهمجنسو ته یې زیانونه رسول، نه غواړم چې دوی وګورم، په قبرستان کې هم د دوی له ګاونډيتوبه خوښ نه یم، زه له همدوی وتښتېدم، نه غواړم چې دلته هم د دوی ناکردې وګورم، ما له ښار نه لرې په یوه دشته کې د یوې غټې ونې لاندې خښ کړئ، زما د کایناتو هغه توکي خوښېږي، چې نه عقل لري او نه پوهه، نه اشرف المخلوقات دي او نه د فکر کولو توانايي لري، خو بیا هم له انسان سره کومک کوي، زه له دغو خدمت کوونکیو توکيو ډېر خوشحاله یم. زما دوستي له لمر سره ده، ټول عمر یې ما سره ښه کړې دي، انرژي یې راکوله، مېوې او دانې یې راپخولې او ما خوړلې، کله یې هم راته د انسان په ډول زيان نه دی رسولی، بې احسانه یې له ما سره ښېګڼه کړې.

د زده کړيالۍ دوره کې سپوږمۍ راته رڼا کوله او ما ورته درس وايه، د غریبۍ په وخت کې مې ډېر وخت د سپوږمۍ رڼا ته ډوډۍ خوړلې ده، غواړم چې د سپوږمۍ رڼا په قبر کې هم وګورم.

د باد په الوتلو او د باران په ورېدلو به هوا تغییر کېده. باران د ځمکې ابادي ده او د ځمکې ابادي د انسانانو ابادي ده، دا هغه توکي دي چې د ډېرو انسانانو په پرتله یې له ما سره ډېرې مرستې کړې دي او هر وخت یې زما خدمت کړی دی، دا هغه توکي دي چې هر وخت یې له عدالته کار اخیستی، له ما سره یې د ډېرو انسانانو په شان تعصب نه دی کړی، ډېرو انسانانو را ته نفرت راکړی، خو په مقابل کې دغه بې فکره توکيو راسره مینه کړې ده، نو ځکه غواړم چې اوس هم له دغو توکيو ګټه واخلم او خپل د دوستۍ تار ورسره دوامداره وساتم.

د ونې لاندې مې خښ کړئ، په ژوندون راته همدې ونو بې احسانه مېوې راکولې، له سيوري یې ما ګټه اخیستې. کومو خلکو چې په ژوند کې له ما سره بد نه دي کړي، له هغو سره دې الله تعالی ښه وکړي، دوی ځانګړي دي له هغو چې ما ورته نغوته کړې ده.