له مرګ څخه د ژوند لپاره عبرت واخلئ

لېکنه: منیش سووال اینویل

ژباړه: غازي عابد

اوریدلي به مو وي چې پیسې د انګیزې لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي. مدیران او اجرایوي مشران خپلو ادارو کې د خپلو کارکوونکو د متحرک کولو او انګیزه ورکولو لپاره پیسې استعمالوي.

ویل کیږي پیسي د خلکو د متحرکه کولو لپاره اصلي او لومړنۍ وسیله بلل کیږي، خو زه بیا د متحرک کولو او انګیزې لپاره د پیسو په نسبت بله ډیره اغیزناکه لار او وسیله په ګوته کووم، چې هغه مرګ دی، مرګ باید د خوځنده کولو یعنې متحرک کولو لپاره وکاروو، بیا ددې انګیزې په لرلو سره کار وکړو، فعالیت وکړو او په دنیا کې په راکړلو شوي لنډ مهلت کې ښه او مناسب ژوند وکړو.

موږ څه پوهیږو؟ کیدای شي په هر ځای او هر وخت کې مړه شو، همدا اوس چې دا لیکنه لولو، شاید زلزله شي او مړه شو.

که ته هیڅ ونه غواړې چې مړ شې، خو بیا به هم یوه ورځ مرې، نو ولې خپل ژوند له خوښیو، ښو کاورنو، پراخو خوشحالیو او کمالونو سره نه تیروو؟

چې دومره د ژوند په ارزښت پوه شو او بیا هم داسې نه کوو، نو اخر ولې؟ د ژوند او کار لپاره خو له مرګ نه بله غټه تحریک کوونکې وسیله او بیلګه نشته!

په همدې اړه پاولو کویلو وايي: «یوه ورځ به راپاڅیږې، غواړې به چې یو څه وکړې، خو هیڅ به هم نه وي، دا چې هغه وخت د کار او وخت نه د ښې استفادې ارمان کوې، نو غوره ده چې له اوسه نه کار، خواري… او نور وکړې، وروسته به بیا تش افسوس څه کړې.»

د ماشومتوب په دوره کې به ما دا فکر کاوه چې موږ ټول د مرګ لپاره پیدا شوي یوو او اوس هم زه همدا وایم چې مرګ ته پیدا شوي یوو او مړه کیږو به.

خو تر ټولو مهم دا ده چې پر مځکه د راکړل شوي فرصت په موده کې، د ساه راکول کیدو نه د تر ساه بیرته اخیستلو کیدو پورې باید کار وکړو، خوځنده اوسو او بې غوره پاتې نه شو. داسې څه باید وکړو چې هم ځان او هم مو د لوی څښتن مخلوقاتو ته ګټه ورسیږي.

که داسې له ژونده ګټه نه اخلو، نو داسې به مړ شو لکه یو عادي انسان چې هیڅ یې هم ترسره نه کړل.

همداراز که په پیسو ډیر ونازیږو او بې پروايي پرې وکړو، پیسې به اخر هم ختمې شي، خو که ددې نړۍ لپاره یو ارزښتناکه کار وکړو، نو هیڅکله به هم د تاریخ له پاڼو زموږ نوم حذف یا وران نه شي.

په پای کې؛ مرګ ته مه خفه کیږه، بلکې د مرګ په وسیله لا ډیر متحرکه شه او له مرګه یو انګیزه واخله، ځکه له مرګه مخکې هر ښه کار چې دې خوښه وي کولی یې شې او ویې کړه.

داسې ووایه چې مړ کیږم هسې هم، نو باید د ژوند له فرصته نهايي ګټه واخلم.