له موږ سره باید په لاریون کې بې لارې او بدماش خلک برخه واخلي

امرالله صالح د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې خبرداری خبر ورکړی دی، چې د ثبات او همپالنې ټیم دا ځل غواړي د بدماشانو او بې شرمه خلکو پرمټ لاریونونه وکړي، چې په همدې تړاو یې د ډرون کمرې له لارې دغه ویډیو هم له یاد ټیم څخه کړې ده.
نوموړی د فېسبوک پاڼې له لارې د دوی وینا داسې بیانوي:
« لاریونونه وکړو. په لاریونونو کې باید بدماشان او بې شرمه خلک چې وسلې ورسره وي له ځان سره بوځو. هغوی ته باید د لاریونونو په لومړي صف کې ځای ورکړو. بهرنیان باید دا انځورونه وګوري او ووېریږي. عبدالله باید یو غږ وکړي او بس. د بې شرمه خلکو کمۍ په دې ښار کې نشته. خلک خامخا حرکت کوي. هوا سړه ده. کله چې پوه شي لاریون غټ دی نو په خپله یې خپله ډوډۍ پیدا کوي.( د دوی له منځه یې یو را پورته کیږي او وایي، په دې کار سره بدنامیږو، خلک له موږ نه واټن نیسي). په ځواب کې ورته وایي، دا ځل د خلکو د نږدې او لرې واټن خبره نه ده. باید عبدالله په یوه ترسره شوې کړنې په کار واچوو. هغه باید د تېرېدلو او یا د ټاکنو پایلو منلو اراده ونلري. یوه خبره او بس. دلته موږ ته ډاکټر عبدالله مهم نه دی. دلته زموږ شخصي ګټې مهمې دي. که یو کار ونشي، نو موږ ټول بایومټریک شوي یو او په راتلونکو پنځو کلونو کې په صفر کې ضربېږو».
امرالله صالح په پای کې لیکلي دي:
نوټ: دا زما رسالت دی، چې د دې مجرمینو له مخ څخه پرده پورته کړم، تر څو د یو مسلمان په څېر د خلکو د ځانونو او مالونو په وړاندې مسؤولیت ترسره کړم. باور وکړئ خلکو! په لاریونونو کې چې دوی د بدماشي او بې لارې خپله لاسته راوړنه ګڼي، د ثبات اوهمپالنې ټیم پلویانو ته خبرداری ورکوم. خپل خواړه مو په خپله پیدا کړئ.
ښاغلی صالح د عبدالله ټیم ته خبرداری ورکوي، نه یواځې دا چې بایومټریک شوي یاست، بلکې پېژندل شوي هم یاست.