له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته د کابل هوایي ډګر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر بیا کار پيل کړ

باختر اژانس د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې پر اساس ویلي، دا دفتر پرون پرانېستل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه دفتر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه هوایي ډګر کې د ستنېدونکو کسانو د ثبت چارې مخته وړي.