له وسله والو طالبانو سره د کېدونکې هوکړې منځ پانګه مشروطه ده

ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکایي لوړ پوړ پوړو چارواکو له قوله ویلي، له وسله والو طالبانو سره چې په نږدې راتلونکې کومه هوکړه وروستۍ شوې، منځپانګه یې مشروطه ده.

بل لور یو لوړ رتبه امریکایي چارواکي، مونشن کې د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه شوې او ښایي نن ـ سبا کې اعلان شي.

له ولسمشري ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکایي لوړ پوړو چارواکو د امریکا د بهرینو چارو وزیر مایک پمپیو، دفاع وزیر مارک اسپر او د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي زلمي خلیزاد له ولسمشر غني سره په لېدنه کې د مشروطه هوکړې په اړه خبرې کړي دي.

خبرپاڼه د یادو چارواکو له قوله لیکي چې، د هوکړې هېڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په یو ډول ذهن بدلوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي.

د دوی په وینا چې په حقیقت کې وسله وال طالبان دې ته حاضر شوي، چې له جنګ او تاوتریخوالي لاس په سر شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې  مایک پومپیو ویلي امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او طالبان باید له تروریزم سره مخه ښه وکړي او له جګړې لاس واخلي.

خو د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي، د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط په مونشن کې خبریالانو ته ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه شوې او ښايي په نن ـ سبا کې اعلان شي، چې له مخې به یې افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او وسله والو نښتو په ګډون، تاوتریخوالی کمېږي.

په یاد ممکنه کمېدونکي تاوتریخوالي کې به د افغان ځواکونو پر وړاندې په بریدونو کې کموالی هم شامل وي او ترهغه وروسته به له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل شي.