له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي روان ۲۰۱۹ م کال له پیل نه تر اوسه درې نیم سوه زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ویستل شوي.

یاده اداره زیاتوي، چې ددغو کډوالو زیاته برخه له ایران هېواد څخه ایستل شوي.

له ایران څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې پر داسې مهال زیاتوالی راځی چې، د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په وینا پر ایران د امریکا وروستیو اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن ټيټېدو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.