له پدوماتي فلم د بسوګۍ واده جوړ شو

د هندي فلم جوړوونکي لیلا بهنسالي پدوماتي فلم دومره اوږد شو چې اوس یې خپله هم حیران کړی چې وروسته به لا څه کېږي.

دا فلم له لومړي سره د ستونزو ښکار و، خو تازه هندۍ رسنۍ لیکي، فلم ځکه اوږد شو چې داسې ميدان نه جوړېده ده چې د دپيکا له شکل او جامو سره مېچ وکړي.

په برخه کې نږدې ۱۰۰ ډیزاینرانو خواري وکړه، خو بریالي نه شول، تر دې چې یوه مشهور هندي ډیزاینر له ۴۸ ساعته پرله‌پسې کار کولو وروسته همداسې یوه رنګین میدان چې د دپیکا له کالیو او رنګ سره سر وخوري، جوړ کړ او یوازې په‌کې یوه صحنه عکس بندي شوه.

دا فلم چې یوه تاریخي کیسه را نقلوي او د هند له مشهور قوم راجپوت سره اړیکه لري، مشرانو یې ویلي، دوی به لومړی خپله کښېني او دا فلم به وګوري چې کومه تاریخي غلطي و نه لري.

په دې فلم کې دپیکا، شاهد کپور او رنویر سنګ مرکزي رول پر غاړه لري.