چهارشنبه , 15 مې 2024

له ځان پرتله کولو څخه ډډه وکړئ!

لیکنه: حمیدالله حمیدي

له نورو سره د ځان پرتله کول هغه وخت ښه دي، چې دا پرتله کول په تاسو کې د پرمختګ او بریا لامل شي.

له نورو سره د ځان پرتله کول هغه وخت بد دي چې دا هر څه یوازې د خیال تر بریده وي او حقیقت کې تش لاس پاتې شی، نو هڅه وکړئ چې له دې مضرې ناروغۍ څخه پر ټول توان ځان وژغوری.

هره پېښه ان که بده هم وي، کېدای شي ستاسو په خیر وي!

ژوند زما او ستا له فکر سره سم نه دی تنظیم شوی، نو ښه ده چې له بې ځایه شرط اېښودلو او په خالي لاس له نورو سره د ځان د برابرولو خوبونه پرېږدو او له همدې محدود ژوند سره جوړجاړی وکړو.

له نورو سره د ځان د برابرولو ناروغي او ضد ستا ژوند لا سختوي، نو ښه ده چې د انعطاف پذیرۍ له دود سره ځان اشنا کړئ. په ژوند کې بریاوو، پرمختګونو، ستونزو او کړاوونو ته ښه راغلاست ووایاست.