له څو، څوغوښتنې:/سهارګل امیرزی

د ملي یوالي حکومته!
خپل وروستی دریځ مو کلک کړئ، د خپلو زمریانو د مورال د کلکولو لپاره له هر ډول امکاناتو کار واخلئ، خپل ستراتیژیک دوستان مو رامات کړئ، د نړۍ له دوستانو یو تجربه ترلاسه کړئ او ویې ازمایئ، د سوک ځواب مو په سوک ورکړئ او هغه څه چې ستاسې ژمنې دي، مسولیت مو دی او د ملت توقع ده ، تر سره یې کړئ.
مخالفو او مخ پټو!
تاسې نه تمه په دې وختونو کې دا ده، چې له مخې لرې شئ، چیرته په لرو غونډیو کینئ او په خپلو لاسونو مو د مړ روحو خلکو شهامت او زړورتیا ننداره کړئ او ځانونه په دې پوه کړئ چې د دې خاورې په خلکو کې دا شومه شته چې د دښمن کږه خوله په خپل سوک ورجوړه کړي؛ خو تاسې ترې ساه ویستلې ده، ځکه چې دوی خپل صبر ستاسې پر وړاندې ساتلی او هغه شاید د دې خاطر و چې ته ورته لا هم ورور یا خپل ښکاریدې نو ته یې صرف په ښو پوه او قناعت وکړه بس،
ایجینرحکمتیار صیب!
ته د ستر خوشال خان بابا دهغه بیت سره، چې تل به دې د شعار په توګه کاروه یو ځل بیا د ښي لاس دواړه ګوتې نیغې کړه او په پوره ځوږ سره یې د خپلو خلکو او مینه والو په منځ کې داسې وپاشه چې د زړونو په سرونو انګازې وکړي:
په جهان د ننګیالو دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي
که زما منې؛ نو همدا دې وخت دی، د خپلو افغان سرتیرو ملا ور وتړه او تورخم ته راغلی اور بیرته د اور په مالکانو وسپاره او کابل ته د افغانستان د جوماتونو، مکتبونو، په وینو سرو معصومو ماشومانو، سرتورو میندو، زاره چاودو خویندو، کوڼډو رنډو، دین، هیواد او ملي وحدت د دښمنانو په وینو سور راشه، چې تاریخ درباندې وویاړي او تل د زړونو په منارو راج وکړې،
استاد عبدالرب رسول صیاف صیب!
ستاسې ورستیو څرګندونو بې له شکه چې د دښمن پروړاندې د خلکو جذبه راپارولې ده او په دې مو د هیواد بچیان پوه دي چې ستاسې پشان غازیان شته او د سختۍ په وختونو کې دې د غږ
منتظر دي نو له تاسې درون شخصیب مو یوه تمه دا ده چې د خپلو اصیلو بچیانو او هیواد ساتونکو د او عام ولس د زړونو د ډاډمن کیدو په خاطر یو ځل د ډیورنډ په دې کرغیړنې کرښې خپلې مبارکې پاپې کیده او ښه په لوړ غږ ووایه چې ته د افغان زمریانو ( افغان پوله ساتوځلمیانو) تر شا یې او تر خپلې وسې او د سر او ځان په قربانۍ به د دوی ملاتړ کوې او ښکته په په کړنګونو کې د تکبیر په ناره د پنجاب زړونه ولزوه.
پورته د افغانستان ویش ته په دوه پښو ناستو!
تاسې یواځې د هیواد په دې ورځو کې د دې مبارکې روژې په خاطر ووایئ چې تاسې افغانان یاست او بس.
ملته!
تاسې د خپلو شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو لپاره د تاریخ په هر دور کې د خپل سر او مال په قیمت او د خپل هیواد، ناموس او خلکو د ساتې لپاره قرباني ورکړې ده، دښمن مو چې ژوندی وي د ارام ساه ته مو نه پریدي، د تاریخ کومې پیښې نه وې چې راباندې یې تکرار نکړې، ستاسې میړانه او په اوس وخت کې مو د صبر د ستایلو او منلو وړ دی خو اوس چې هره ورځ مرو نو په یوه ورځ مړه ښه یوو، د خپلو زړورو زمریو ملا ور وتړئ او په هر ډول چې وي نو دا د چوپتیا طلسم مات کړئ او په یوه خوله د دښمن مخ ته سپر شئ.
قلموالو!
ستاسې د قلم مبارزه د تل په څیر د دې باعث شوې ده چې د سنګرونو بریاوې د خپل ملت په ګټه کړئ، نن چې مو د هیواد په خلکو او تنکیو زلمو کې د هیواد پالنې روحیه راټوکیدلې ده نو پکار ده چې ادامه ورکړئ او د قلم په ژبه د خپلو خلکو او خاورې د ننګ او ناموس ساتنې پخاطر مبارزه وکړئ او په سنګرونو کې د هیواد ساتونکو مورال وشرنګوئ.
د ملت استازو!
تاسې بس یواځې پکې لاسوهنې مکوئ او خپل ځانونه کونج ته کړئ.
جناب مسلمیار صیب!
په خدای که خو دا ځینې خبرې ګپ وي، اخر یو څه کول پکار دي، اخر ترکومه؟
او جناب خان صیب جاجي عبدالظاهر قدیر!
زما ویده زړګی دې ولې ويښاونه، څه شوې نو
نورو ته بیا!!!
امیرزی