د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ توتو سيمه کې د توتو ځوانانو او خوږياڼو مملې ځوانانو ترمنځ د واليبال دوستانه لوبه ترسره شوه، چې دغه لوبه د توتو ځوانانو په ګټه پای ته ورسېده
د واليبال دغه لوبه د شېرزادو ولسوالۍ توتو لېسه کې ترسره شوه، له سيمې د خلکو په وينا، له دې لوبې موخه د ځونانو ترمنځ يوالی او د تېرې يوې نيمې لسيزې جګړې وروسته په دې ولسوالۍ کې د واليبال او د ورزش نورې برخې را ژوندۍ کول دي.
له دې لوبې مخکې د کږې ولسوالۍ او مملې ځوانانو ترمنځ هم د واليبال لوبې سيالي ترسره شوي وه، چې د هغه د مملې ځونانو ګټلې وه.