له ډیپیکا پاډوکون وروسته، سني لیوون ته د مرګ ګواښ

د بالیووډ وتلې ستورې سني لیون وروسته له هغې د بنګلور سفر لغوه کړ، چې دغلته یو شمیر اعتراض کوونکو، د سني د وژلو ګواښ وکړ.

ټاکل شوې وه، چې سني لیون به په بنګلور کې د نوي کال په ویاړ مراسمو کې ګډون وکړي او هلته به خپل پروګرام نندارې ته وړاندې کړي.

خو د بنګلور په کرناټک کې یو شمیر خلکو لاریون وکړ او د سني لیوون لباس يې د خپل کلتور په زیان وباله.

اعتراض کوونکي وايي، چې یا خو دې سني لیون په هندي ساري جامو کې پروګرام وړاندې کړي، او یا دې هم پروګرام ته نه راځي.

دوې وايي، که سني لیون په بل هر ډول جامو کې دې پروګرام ته راشي، دوې به پرې برید وکړي او وبه يې وژني.

د اعتراض کوونکو له لورې له ګواښ یوه ورځ وروسته، سني لیون بنګلور ته خپل سفر لغوه کړ او وي ویل، چې په بنګلور کې د نوي کال په مراسمو کې ګډون نه کوي.

ددې په وینا، پولیس ددې د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي.

له دې وړاندې، ډيپیکا پاډوکون ته هم د پاډماوتي فلم په سر د مرګ ګواښ شوی.