له کابله تر پېښوره همدا یوه کېسه ده!

لیکنه: شمس الرحمن شمس

له ډېرو مودو بعد درته خط لیکم، پېښوره پوهیږم چې ته هم په بد حال یې خو، زه درته د خپل زړه دردونه وړاندې کوم شاید، ستا دردونه ورسره لږ کم شي.

دلته زما هر سهار د بچیو په ویر پیلېږي، دلته هرسهار جګړه زور اخلي او ړندې میرمۍ هر خوا زړونه سوري کوي، دلته ماشومان له ژونده ستړي شوي،زما ماشومان ښوونځیو او کورنو کې زخمیان او شهیدان شول.

 

دلته جګړه د پردیو ده، هر سړی خپلو شخصي ګټو لپاره خپل ورور په وینو ولامبوو، زړونه مات دي، خوشحالۍ ګډه کړې، په ودونو کې هم خوند نه دی پاتي، خپلوي هم د پخوا پڅېر نه ده، اولادونه مې ډېر بې اتفاقه شوي.

پېښور!

هر کور له رواني ناروغانو ډک دی، هر دفتر کې فساد تر اوجه رسېدلی، بې عدالتي او ظلمونه خلکو ته په تفریح بدل شوي، دلته مړو ته اوس څوک نه ژاړي، دلته هدیرې ته هر ورځ په جنازو وړلو خلک ستړي شوي، دلته په جنازو کې هم بمونه الوځي، دلته مې دیني عالمان خوندي نه دي،خبریال خوندي ندی، ډاکټران خوندي نه دي، سوداګر خوندي نه دی او همداشان هر سړی له ګواښ سره مخ دی.

ګودر په وینو رنګ شوی، هغه چینار شهید شوی، کوم ته به چې ځوانان راتولېده اوس ځوانان جګړې وخوړل، منم چې پرمخت هم شوی، زده کړې ښې دي، ځوانان خواري کوي خو د کارونو روزګار ورځ تر بلې خرابیږي، ځوانان له جګړې په تېښته اروپا ته په لار هم قرباني شول، په بهرونو کې د ماهیانو د خوراک شول، خلک له جنګه ستړي، سوله غواړي خو د جګړې دخېل لوري خپلو ګټو پسې ګرځي.

دوی ته خپلې چوکۍ مهمې دي، ولي هره ورځ چې دا مرګونه کېږي، هره ورځ چې میندي بوري او خویندي ګونډي شوي دا هېڅ مهم ندي.

زموږ له روانې جګړې بهرنیو ښه ګټه واخیسته!

امریکا مو یورانیم په ټننونو یوړل خو هیڅوک یې مخه نه شي نیولی، سره زر مو چور شول، قیمتي ډبرې مو چین کې ښه بازار جوړ کړی، زموږ له کانونو بهرنیانو پوره ګټه واخېسته خو زه لا هم په جګړه کې د میرمیو شمار کوم د جنازو شمار کوم، د ګونډو شمار کوم، دیتیمو ماشومانو شمار کوم، دلته خلک در په دره شول، مور خپل اولاد خرڅ کړ، پلار خپل زوی له غربت هلال کړ، خپلو اولادونو ته یې اور واچوو.

هو یوه بله خبره رایاده شوه!

د لر او بر زلمي را پاڅېدلي ترڅو یو وار بیا ته زما خواته راشي ،له دې هم خبر یم جې په دې لار کې هغوی هم له سختو ازمیښتونو سره مخ دي، زړور ځوانان یې شهدان شول، مینه یې شهېده شوه او رنګ یې راوړ دې غورځنګ زور واخېست او ناره یې تر ما راورسېدله دلته یې ورڼو او خویندو ښه بدرګه کړه، دا غږ تر نړیوالو ورسېد چې افغانان امن غواړي او نور یې د صبر کاسه لبریزه شوې ده.

پیښوره خپلو زلمو او پیغلو ته ډاډ ورکړه که لږ له جګړې را بیګاره شم حتمن به دې پوښتنې ته درځم د هر یوه شي حساب به له یو یو سره وکړو.د هر ظلم وحشت پوښتنه به وشي، دهر شهید پر وینو به مزار جوړو…

پیښور لږ وخت پاتې رابه شي او بیا یو موټي شو لوی افغانستان به را جوړ کړو، له سیالانو سره به سیالان شو، خو اوس وخت ددې چې بهرني لاسونه پریکړو، امریکا،پاکستان، چین، روسیه، ایران او نور ملګري یې همدا غواړي چې افغانان د یو بل وینه تویه کړې او دوی دې دلته خپلې موخې په اسانۍ ترلاسه کړي.

بیا به مې زخمونه راجوړ شي، بیا به زلمي احمدشاه او غازي امان په څېر اتلان شي بیا به پر نړۍ راج وکړو بس لږ صبر وخت نیږدي دی چې خپلو کې سره یو وار بیا راټول شو.

پیښور ګله هېر مې نه یي له حال نه دي خبر یم!

فکر کوم زما او ستا کېسه یوه ده.