له کانونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره نوې تګلاره عملي کېږي .

د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هېواد له طبعي سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره نوې تګلاره تايید شوې او په عملي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، دغه تګلاره د اقتصاد عالي شورا له لوري تایید شوې او پر بنسټ به یې له ساختماني موادو د ګټې اخیستنې په برخه کې قراردادونه له شرکتونو سره لاسلیک کېږي. مطفي وايي، دا مهال په ۱۹ ولایتونو کې ۱۴۷ د ساختماني موادو ساحې مشخصې شوې دي.

د مطفي په وینا، په دې برخه کې تګلاره تایید شوې او ډېر ژر به له شرکتونو سره د قراردادونو د لاسلیک مرحله پیل شي.