له کرونا ویروسه د خوندیتابه لپاره اوربند لومړنۍ اړین ګام دی

افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی رولاند کوبیا وايي، هر څوک له کورونا وېروس څخه د خوندیتوب حق لري، او د دې خوندیتوب لپاره په دې هېواد کې اوربند لومړنی اړین ګام دی.

کوبیا سپارښتنه کړې، چې پر مرستندویه توکو دې مالیه ختمه او اغېزمنو سیمو ته د بشپړ لاسرسي او امنیت تضمین دې وشي. نوموړي همدا راز د کورونا وېروس مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې ده. د کوبیا له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ ویلي وو، افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو او د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو، چې دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه په برخه کې هم له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو خاصه پاملرنه غواړي. د طالبانو له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وویل ، د کورونا وېروس له کبله د طالبانو په زندانونو کې د افغان دولت بندیانو وضعیت په اړه اندېښمن دي. یاد وزارت پر طالبانو غږ وکړ چې د حکومتي زندانیانو وضعیت ته پام وکړي او نړیوالو روغتیایي ادارو ته هم زمینه برابره کړي، چې دا زندانیان وګوري او د ساتلو شرایط یې و ارزوي. له دې اندېښنو سره سره تر دې دمه نه هم افغان حکومت او نه طالبانو د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د اوربند خبره راپورته کړې.