له ګاونډي هېواد څخه د سېمنټو په وارداتو کې نږدې پنځوس سلنه کموالی راغلی

په هېواد کې د سېمنټو سوداګر وايي، پخوا به له پاکستان څخه افغانستان ته په کال کې کابو۲۴ لکه ټنه سېمنټ وارېدېدل خو اوس دا اندازه نیمايي ته کمه شوې ده.

که څه هم افغانستان ته له پاکستان څخه د سېمنټو په وارداتو کې له دې ستر کموالي سره سره په پاکستان کې د سېمنټو بیې لا زیاتې شوي خو په افغانستان کې بیو بیا تغیر کړی.

افغان سوداګر وايي، پخوا به د پاکستان سېمنټ د افغانستان ګڼو شمالي ولایتونو ته هم تلل خو اوس بدخشان، کندز، بلخ، بغلان او ګڼو نورو ته له تاجکستان څخه سېمنټ وارېدېږي.

ددې ترڅنګ له ایراني سېمنټو څخه به پخوا په کابل کې خلکو ډډه کوله خو اوس ورسره خلک اشنا شوي دي او د امریکايي او بهرنیو کمپنیو پرته یې نور زیات خلک اخلي.