له «ګناه د چا ده؟»ناول نه خبریاست؟

سمیرهسک- انعکاس وېبپاڼه

د ځوان شاعر،لیکوال او ژورنالیست شکرالله پاڅون لومړنی اثر«ګناه د چا ده؟»ناول چاپ او خپور شو.

دغه ناول په ننګرهارکې شهبازخپرندویې ټولنې په شاوخوا ۷۰ مخونو کې خپور کړی.

پر دې ناول پياوړي لیکوال امرالله امېد او د انعکاس راډیو مسوول مدیر نصرت الله نصرت سریزې لیکلي.

  «ګناه د چا ده؟»ناول په کوچنیوالي کې هلکانو ته د نجونو د په نوم کولو د ټولنیزې ستونزې یوه کیسه کوي او غلطې پایلې یې سپړي.

په دې ناول کې د دوو تره زامنو کیسه شوې،چې یو یې په پاکستان کې کډوال او بل پخپل کلي کې استوګن وي،له پاکستان نه کلي ته راغلی کس د خپل تره زوی کوچنۍ لور د خپل زوی او خپله کوچنۍ لور د هغه د زوی په نوم نوموي.

وروسته چې نجونې ځوانیږي،یوه له رنګه ښه او بله ناښه وي،یو هلک واده کوي،بل یې نه کوي او له دې وجې د دواړو کورنیو  ترمنځ ټکرپېښیږي.

  د ناول لیکوال شکرالله پاڅون پردې ناول سربېره څو نور ناچاپ اثار(یو ناول،یوه شعري ټولګه یو څېړنیز اثر د سپتمبرپېښه او پښتو نظم،د لغمان سفرنامه) هم لري.

ښاغلي پاڅون په ادبیاتو کې د لیسانس ترکچې سند اخیستی او له څو کلونو راهیسې له یو شمېر رسنیو سره په ژورنالیستیکو هڅو بوخت دی.

هغه د دغه اثرله چاپ څخه وړاندې د یو ښه،فعال او خواریکښ ژورنالیست په توګه پېژندل کیده،خو اوس یې د دغه ناول له چاپ سره د یوه تخلیقي لیکوال په توګه هم ځان زبات کړ.

پاڅون صیب اوس د ځینونورو بوختیاوو ترڅنګ د انعکاس راډیو د ځینو سیاسي خپرونو چلوونکی او د انعکاس وېبپاڼې فعال همکاردی.

د نوي اثر د چاپ مبارکي ورته وایوو او د لا نورو بریالیتوبونو په هیله یې یوو.